واشنګټن پوسټ: افغانستان او ټرمپ

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۳۶):

 

واشنګټن پوسټ: افغانستان او ټرمپ

واشنګټن پوست د جولای پر ۱۹ باندي پخپله سر مقاله کي لیکي که چیري ټرمپ د افغانستان په باره کي په احتیاط عمل وکړي، په افغانستان کي امیدواري زیاتېږي. واشنګټن پوست علاوه کوي دا چي د ټرمپ حکومت فیصله کړې ده چي د طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړي، د هغه دا تصمیم د حمایت وړ دئ. ځکه دمګړی په افغانستان کي د پلوماسۍ لپاره زمینه برابره ده. تېر اوربند دا وښوده چي طالبانو هم خپل دریځ نرم کړی دئ. او د داعش په ماتولو کي د طالبانو او د کابل حکومت ګټي موازي حرکت سره کوي، ځکه هغوی نه غواړي چي ملک بیا ټوټه ټوټه سي.

ویل کېږي چي ټرمپ فیصله کړې ده چي اول به د طالبانو سره خبري کوي، او بیا به د افغانستان حکومت او پاکستان په راګډوي. پدې مذاکراتو کي د طالبانو د تشویق لپاره ښاغلي پامپیو اعلام وکړ چي د امریکا او ناټو د قواوو د اخراج مسله به هم شامله وي. دا یوه ضروري موضوع ده، مګر پدې شرط چي امریکا خپلي قواووي تر هغه وخت پوري را و نه باسي،‌ تر څو د سولي مسله یو طرفه سوې نه وي.

د واشنګټن پوسټ سر مقاله علاوه کوي د پلوماسۍ د موفقیت لپاره د متحده ایالاتو خارجه وزارت باید یو قوي ټیم وټاکي، او طالبان او پاکستان پدې قانع کړي چي امریکا به خپل پوځونه مخکي له مخکي را و نه باسي. البته دا کار د متحده ایالاتو حوصله غواړي، خو په سپینه مانۍ کي حوصله نادره او کمیابه ده.

په مسکو کي افغان سفیر: روسیه باید د شوروي د تجاوز په اړه بخښنه وغواړي

د یو اې وایر نیوز د جولای پر ۱۹ باندي لیکي چي په مسکو کي افغان سفیر ښاغلی عبدالقیوم کوچی د روسیې د پارلمان استازو ته ویلي دي چي کابل توقع لري چي روسیه د ۱۹۷۹ د نظامي مداخلې په ارتباط عفوه وغواړي. سفیر کوچی وايي،«هغه چپ ګوند چي په ۱۹۷۸ کي سیاسي اقتدار تر لاسه کړ، هغه واقعا یو چپ حزب نه وو. هغوی صرف د قدرت وږي ول. د هغوی حکومت یو مستقل نه وو، بلکي یو ګوډاګی وو.»

ښاغلی کوچی وايي کابل غواړي چي د روسیې سره ښه روابط ولري، څو په آینده کي ورته شان «اشتباهات بیا تکرار نه سي.» هغه وايي د ګاونډیانو تر مینځ داسي اشتباهات ممکن دي، خو اوس موږ د روسیې څخه دا توقع لرو چي له افغانانو څخه عفوه وغواړي.

تبصره:

داسي ښکاري چي د ښاغلي کوچي څرګندوني پدې خاطر سوي دي چي مسکو غواړي پدې لنډو وختونو کي د مسکو فورمټ تر نامه لاندي یوه غونډه جوړه کړي، او پدې مجلس کي د طالبانو استازي هم راغواړي. مسکو ویلي دي چي د طالبانو سره پرته له مخامخ خبرو بله چاره نسته، او طالبان د کابل رژيم ګوډاګی تلقي کوي. پدې اړه څو ورځي مخکي د روسیې خاص استازي کابلوف څه څرګندوني کړې وې. پدې برخه کي دي زما ۱۳۲ سیاسي نوټ وکتل سي.

______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close