واشنګټن پوسټ: له افغانستانه د وتلو وخت رارسېدلی دئ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۲)

واشنګټن پوسټ په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي، امریکا نور نه شي کولای افغان جګړه مخته یوسي او هغه اقتصادي بارونه هم نور نه شي وړلای چې په دې بې ګټې جګړه کې یې ګالل.
د دې مقالې لیکوال د امریکا مشهور سیاسي څیړونکی فرید زکریا دی او زیاتوي،ټرمپ له طالبانو سره روغې جوړې ته لیواله دی ،که څه هم دا لاره مشکله ده

ورځپاڼه لیکي؛ په افغانستان کي د امریکا نظامي مداخله د جرمني، جاپان، او جنوبي کوریا په څیر نه ده، ځکه په هغه ملکونو کي د امریکا نظامي حضور د خارجي تجاوز د دفع کولو په موخه وو، خو په افغانستان کي د امریکا نظامي مداخله پدې هدف ادامه لري چي طالبان د کابل حکومت رانسکوره نه کړي، هغه څوک چې پر دې خاوره پردی اشغال نه شي زغملی.

د لیکوال په باور؛ په افغانستان کې د متحده آیالاتو دوامداره حضور د امریکا له ملي ګټو سره په ټکر کې ده او هغه مصارف چې موږ یې په افغانستان کې لرو د دې هیواد د عایداتو دوه چنده جوړوي.

واشنګټن پوسټ ویلي، بوش او اوباما هم د دې جګړې ختمیدل غوښتل خو هغوی نه شوای کولی عاجل اقدام وکړي، ځکه دا کار بیا د کابل د متعهد رژیم د پرزیدو سبب ګرځیده.
واشنګټن پوسټ ته مشهور سیاسي مبصر بارنټ روبین ویلي، د افغان جګړې د ختمیدو له پاره مذاکرات تر ټولو اړین دي، د ده په وینا، په مذاکراتو کې به امریکایي واکمن مرکچیان ګډون کوي، دسیمې د هیوادونو همغږي او قوي دیپلوماسي یې یواځنۍ لار ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close