واشنګټن پوسټ: ټرمپ به ښايي افغانستان او عراق ته سفرونه وکړي، خو له جنګه ډارېږي

0
ځلې شریک شوی
2
کتونکي

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۷۱)

دا هم ولولئ

واشنګټن پوسټ: ټرمپ به ښايي افغانستان او عراق ته سفرونه وکړي، خو له جنګه ډارېږي

جمهورریس ټرمپ له ډیر وخت راهیسي نه غوښتل چي د افغانستان او عراق په جنګي شرایطو کي امریکايي عسکر ملاقات کړي، ځکه ټرمپ نه غواړي چي له هغو جنګونو سره تماس ونیسي چي د هغه په باور ناکامه دي. که څه هم ټرمپ ځان د دفاع وزارت له سرسخته پلویانو څخه بولي، خو هغه اکثره اوقات د عراق او افغانستان د جنګونو په اړه پخواني جمهورریسان او جنرالان ملامتوي.

واشنګټن پوسټ د نومبر پر ۲۰ لیکي جمهورریس ټرمپ د افغانستان او عراق جنګونه «تام عیار شرم» او افت ګڼي. که څه هم ټرمپ نه غواړي چي د امنیت په خاطر د جنګ میدانونو ته ولاړ سي،‌ خو تېره هفته ئې وویل چي ښايي د امریکايي عسکرو د لیدو لپاره افغانستان او عراق ته ولاړ سي. ښاغلي ټرمپ په یوې مرکي کي د عراق د جنګ په اړه وویل،«زه فکر کوم چي د عراق جنګ یوه ستر اشتباه وه، او باید په هیڅ وجه دا کار نه وای سوی.»

واشنګټن پوسټ لیکي ټرمپ د خپل ځان د امنیت په باره کي اندېښمن دئ. د سپیني ماڼۍ ځیني منابع وايي،«ټرمپ ډارېږي چي یو څوک به ئې ووژني. هغه له جنګي شرایطو څخه خوف لري.» د ټرمپ سلاکاران وايي عراق او افغانستان ته د سفرونو په اړه لا فیصله نه ده سوې.

اخبار لیکي د امریکا پخواني جمهورریسانو مدام د خپلو عسکرو د لیدو لپاره د جنګ میدانونو ته تلل، او د هغوی سره ئې د مذهبي او ملي رخصیتو په ورځو کي کتل، او د هغوی سرښندني ئې ستایلې. دا راز ملاقاتونه د امریکا د جمهورریسانو یوه پخوانۍ عنعنه ده.

امریکايي نظامي مبصرین وايي چي د جنګ میدانونو ته د جمهورریس تګ عسکرو ته روحیه ورکوي، او هغوی ته دا ښيي چي د هغوی حکومت او خلګ ئې ملاتړ کوي. جمهورریس اوباما څلور کرته افغانستان تللی وو.

واشنګټن پوسټ وايي د جمهورریس ټرمپ یاران استدلال کوي چي ټرمپ د عسکرو بې احترامي نه کوي، نظامیانو ته خاص درناوی لري، او همدا وجه ده چي د دفاع وزارت بودجه ئې لا ډېره کړې ده.

اخبار لیکي له وخت راهیسي چي ټرمپ اقتدار ته رسېدلی دئ،‌ د افغانستان امنیتي وضع لا خرابه سوې ده. په ۲۰۱۷ کي، د امریکا د دفاع وزیر متیس د کابل په هوايي میدان کي د راکټونو هدف وګرځېد. فقط یوه میاشت راوروسته، د هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، ټیلرسن، په مخفي توګه افغانستان ته ولاړ، او د امنیتي مشکلاتو په خاطر له بګرام څخه و نه وت.

امریکايي چارواکي وايي که چیري ټرمپ په رشتیا وغواړي چي افغانستان ته سفر وکړي، هغه کولای سي چي د څو ساعتو لپاره بګرام ته ولاړ سي. هغوی وايي چي د امریکا اردو د دې جوګه ده چي د جمهورریس او نورو عالي رتبه امریکايي چارواکو امنیت ټینګ کړي.

ځانګړي مطالب

Login to your account below

Fill the forms bellow to register

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.