والسټريټ ژورنال: امريکا د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په ځنډولو غور کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۲)

د والسټريټ ژورنال ورځپاڼه ليکي، چې امريکا په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو په ځنډولو غور کوي.

ورځپاڼې په يوې مقاله کې ليکلي، د ټرمپ ادارې په افغان حکومت د فشار راوستلو لپاره د ولسشمرۍ انتخاباتو د ځنډولو لپاره د فشار په راوستلو غور کوي.

ورځپاڼه زياتوي، امريکا دغه څرګندونې د افغانستان په اړه په يوه غونډه کې کړي چې يادو چارواکو والسټريټ ژورنال سره شريکې کړي دي.

ورځپاڼه ليکي، د امریکا حکومت دغه څرګندونې د دې شاهدي ورکوي چې ولسشمر ټرمپ ژر تر ژره د افغانستان مسلې د ختمولو لارې لټوي او د دغه لړۍ يوه هڅه يې داده چې د افغان سولې لپاره يې زلمی خليلزاد د امريکا د بهرنيو چارو وزير ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د والسټريټ ژورنال مقاله کې راځي، چې خليلزاد د ولسمشرۍ انتخاباتو ځنډولو وړانديز په کابل کې ولسشمر غني او ملګرو سره يې شريک کړی خو د هغوی له لوري يې ځکه مخالفت شوی چې غني او ډله يې غواړي د حکومت دوره د نورو پنځو کلونو لپاره وغځوي.

ټاکل شوې چې د راتلونکي کال په اپريل مياشت کې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې وشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close