والي: سرپل کې ۲۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۷ ) زرغون خوږیاڼی

 د سرپل ولایت والي محمد ظاهر وحدت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۲۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

محمد ظاهر وحدت رسنیو ته ویلي دي، افغان امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملتیا ددغه ولایت په بلغلي او ادرنګ سیمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړل، چې نتیجه کې یې ۱۱ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

محمد ظاهر ویلي، چې په دغه عملیاتو کې د افغان ځواکونو ۵ تنو عکسرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

والي زیاته کړې، چې وسله والو طالبانو په ادرنګ او بلغلي سیمو کې ددوی پر ضد وسله والو پاڅون کوونکو کورونه تر نیولو وروسته سوځولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په سیمه کې تر سختو نښتو وروسته طالبانو په یادو سیمو کې پرمختګ کړی او پاڅون کوونکي د سرپل ولایت مرکز ته په شا شوي دي.

بلخوا طالبانو د یادو نښتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، دوی یواځې د سرپل ولایت په اق تاش سیمه کې د یوې پوستې د نیولو خبر ورکړی. د طالبانو په وینا په یاده پوسته کې یې ۶ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 د ناتایید شویو راپورونو له مخې ویل شوي دي،چې د سرپل ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي هم په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

ولایتي چارواکو او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close