وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه: ګډو ځواکونو خروار ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژلي

کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
وال سټریټ غربي ورځپاڼې لیکلي دي، چې ګدو ځواکونو د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې پر یوه کور عملیات ترسره کړل، چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل.
دغې ورځپاڼې د کورنیو چارو وزارت او د یو شمېر خبري سرچینو په حواله لیکلي دي، چې د دغو عملیاتو موخه د القاعده شبکې د یوه مشکوک غړي کور وو.
«امریکایي او افغاني عسکرو د لوګر خروار ولسوالۍ کې د القاعدې شبکې د یوه مشکوک غړي ابو عبدالله په کور عملیات ترسره کړل، چې له کبله یې د درو ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۲ کسان ووژل.»
ورځپاڼې همدا راز د خبري سرچینو له قوله لیکلي دي، چې دوه تنه نور له جعلي پاسپورټونو او وسلو سره نیول شوي دي.
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي دي، چې دوی ته هم په دغو عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژنې راپورونه رسېدلي دي، په اړه یې پلټنې پيل کړي دي.
د یادولو ده، چې د روانې حمل میاشتې په ۱۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ په بانځو سیمه کې د قومي مشرانو پر موټرانو بې پیلوټه الوتکې بریدونه ترسره کړل، چې له کبله یې ۱۵ تنه قومي مشران او ۵ ملکي وګړي ووژل شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close