وال سټریټ ژورنال: ټرمپ او د افغانستان کانونه

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۳۰)

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ او د افغانستان کانونه

وال سټریټ ژورنال اکټوبر پر ۵ لیکي ټرمپ هڅه کوي چي د افغانستان کانونه استخراج کړي. د برتانیې د کانونو پاچا ښاغلي هنام په واشنګټن کي د افغانستان د طلا او مسو د کانونو د استخراج په ارتباط یو قرار داد لاسلیک کړ. دا په افغانستان کي د کانونو د استخراج لومړی قرار داد دئ چي د ټرمپ په تشویق او حمایت لاسلیک کېږي.

ښاغلي هنام وویل چي د افغانستان د کانونو په اړه د ټرمپ توجه افغان حکومت دېته مجبوره کړ چي دا قرار داد وکړي. ټرمپ تېر سپټمبر اشرف غني ته ویلي ول چي د افغانستان کانونه باید د افغانستان د جنګ د مصارفو لپاره وکارول سي، څو د افغانستان د بودجې کسر ډک کړي. د امریکا حکومت وايي د افغانستان کانونه قریب یو ټریلیون ډالره ارزښت لري. هنام وايي غوښتل ئې چي پدې برخه کي په ۲۰۱۰ کي پانګونه وکړي، خو اوس هم خوشحاله دئ چي دا کار وسو. دا قرار داد د افغانستان د کانونو وزیري نرګس نهان لاسلیک کړ.

اخبار وايي د بدخشان د طلا او د بلخاب د مسو کانونه د اوزبکستان ریل خط ته څېرمه پراته دي. او د سنټار کمپنۍ غواړي چي په ۲۰۱۹ کي کار شروع کړي. البته که چیري د طلا ستر کانونه کشف سي، د طلا تولیدات به په دریو کالو کي شروع سي.

وال سټریټ ژورنال لیکي مګر اندېښنه دا ده چي افغانستان «د امپراتوریو په هدېرې» باندي شهرت لري، او کېدای سي چي د کانونو د قرار دادونو قبرستان هم سي. ځکه همدااوس ستر امنیتي چلنجونه سته. دا کانونونه په لیرو سیمو کي پراته دي. او د کابل حکومت سخت فاسد دئ.

څو کله پخوا، چین غوښتل چي مس عینک استخراج کړي، خو له ۲۰۱۰ راهیسي ئې کارونه ټپه ولاړ دي. د هند سره د اوسپنو د استخراج د قرار داد کارونه هم په ټپه ولاړ دي. هنام وايي چي تر اوسه پوري هیڅ غربي کمپنۍ دېته نه ده حاضره سوې چي په مس عینک کي پانګونه وکړي. ښاغلی هنام وايي،«که چیري د افغانستان کانونه په بل ملک کي وای، اوس به کار پر جاري وای. خو غربي کمپنۍ د خپلو کارګرانو د حفاظت په باره کي اندېښنه لري،‌او هم د کارګرانو د موجودیت په باره کي سوالونه لري.»

هنام وايي سنټار کمپنۍ په ۲۰۰۸ کي په بغلان کي د طلا کان پیدا کړ،‌ خو د بغلان کان د استخراج د مصارفو د پوره کولو لیاقت نه لاره. هغه وايي زموږ وسایل لا اوس هم په افغانستان کي موجود دي،‌او موږ به وکړای سو چي له هغو وسایلو څخه بیا استفاده وکړو.

وال سټریت ژورنال کاږي په افغانستان کي جنګ يو بن بست ته رسېدلی دئ، او پارلماني انتخابات هم تر تهدید لاندي دي. د واشنګټن مقامات همدااوس لا د جنجالي انتخاباتو لپاره ځانونه چمتو کوي. که چیري د پارلماني انتخاباتو نتایج جنجالي سي، ښايي د جمهوري ریاست انتخابات یا وځنډول سي، او یا بېخي کېنسل سي.

ښاغلی هنام وايي د کانونو د استخراج کمپنۍ تل په داسي ملکونو کي کار کوي چي سیاسي خطرات ورسره مل وي، او د افغانستان کانونه ریسک اخیستل توجیه کوي.

Trump Push Yields Copper, Gold Deals in Afghanistan

_______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close