واوره څنګه ویلي کولای شو؟

 لاروی

اوس د ژمي موسم دی په یوشمیر هیوادونوکې په دې یخ موسم کې واورې او بارانونه وشول خو موږ لاترې محروم یو، هرکال په دې موسم کې واورې او بارانونه وي چې د ژمي دا روانه میاشت د واورو او بارانونو میاشت ده.

ساینسپوهانو ددې میاشتې د واورو لپاره ډول ډول آلې جوړې کړي دي. یوې فرانسوي ساینسپوهې د موټر په مخکنۍ ښیښه چې عموما واوره او باران پاکوي یوه برفپاکه آله (جارو) جوړه کړې ده.  دا آله نه یواځې دا چې واوره او د باران اوبه له شیشي(ښیښې) پاکوي، بلکې په ټوله ښیښه پرته واوره ویلې کوي.

د نورو عامو موټرو او سرویسونو د مخکنۍ ښیښې برفپاک دواړه سره برابر وي، موټر چلوونکې یې د اړتیا پرمهال په یوه بټن(تکمه) چالان کړي او پرښیښه ټوله واوره پاکه کړي؛ خو اوس چې کومه نوې آله فرانسوي ساینسپوهې جوړه کړې ده هغه یوه لنډه او بله یوڅه ترهغې اوږده ده، د ټول موټره واوره ویلي کوي. په دې آله کې برقي تار تیرکړل شوی او د واورې د ورښت پرمهال دا آله ګرمه وي له ټول موټره واوره ویلي کوي.

هغه موټر چلوونکو چې د موټرو مخکینۍ ښیښې لپاره یې دا ډول آله لګولې وي، که هرڅومره واوره ورښت ولري پرموټر به هیڅ واوره وجود ونه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close