ایرانی ولسمشر حسن روحاني امریکا د نړیوال تروریزم یو رښتینی مشر هیواد بللی دی
د حسن روحاني په خبره چې امریکا د ترهګرو ډلو څخه د سیمې د هیوادونو په ضد کار اخلي
روحاني د امریکا هغه پرېکړه چې سپاه پاسداران ډله یې په تور لیست کې شامله کړه، په کلکو ټکو غندلې ده
نوموړي د امریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې نن په یوه تلویزوني وینا کې وویل چې امریکا څوک ده او چا دا حق ورکړی چې یوه انقلابي ډله دې ترهګره وبولي او په تور لیست کې یې دې شامله کړي؟
تر دې وړاندې د ایران د پارلمان رئیس هم د امریکا دا پرېکړه په سختو ټکو غندلې وه او ویلي وو چې امریکا غواړي په داسې کارو سره د ایران په وړاندې خپله ماته جبران کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو چې دوی دا کار د ایراني ولس لپاره کړی ترڅو بیرته خپله ازادي ترلاسه کړي