وخت یعنی څه؟

لیکوال:ضیأالرحمن “طیب”

هرکله چې موږد وخت نومـ اخلونو زموږ په سترګو او ذهن کې د ساعت انځور انځوریږی او زموږ ذهن ته راځی چې ټیک ټاک کوی یعنی دهغه ټیک ټاک غږ او د هغه ثانیه ګر او دقیقه ګر چې تل په ښې لورې روان وی اوتل وتل (۳۶۰)درجه دوران وهی هیڅکله به مولیدلې نه وی چې ثانیه ګراو دقیقه ګر بېرته کین لورې ته دوران یاحرکت وکړی.
نو وخت همـ همداسې شې دی اود ساعت دعقر به په شان دی چې تل په حرکت کې وی هیڅکله بېرته نه راکرځی اوتل په مخامخ لورې حرکت کوی.
او یا وخت د اوبو په شان دی چې تل مخامخ ته ځی او شاته نه کرځی او راتګ نه لری.
د ژوند مکمل دوران وهل او ژوند کول په یوه دایره کې چې موږ یې نړۍ اوچاپیریال بولو
اوعمرتېر و په دې نړۍ کې تل دوخت سره مخامخ یو
نوموږبایدتل د وخت په پامـ کې نیولوسره خپل کارونه او دندې ترسره کړو او داسې مهال ویش د ځان لپاره جوړ کړو او یا ولرو چې د ټولو کارونو لپاره موپه اندازه وخت تاکلې وی.
داسې نه چې د یوی کار لپاره موډېر وخت تاکلې وی اود یوې کاراو دندې لپاره هیڅ وخت ونه لرو.
موږ باید تل کوښښ وکړوچې د نن ورځې کار سبا ته پرې نږدو ځکه چې هغه وخت چې نن لروکېداې شی سبا یې ونه لرو.
ځکه چې تېرشوې او د لـاسه څخه تللی وخت بېرته هیڅکله نه تکراریږی.
که موږهرڅومره کوښښ وکړو او زیار وباسو بیاهمـ کولې نه شوچې د تېرشوی وخت یوه ثانیه بېرته لـاس ته راوړو.
لکه څنګه چې د وړکتوب اوځوانۍ مرحلۍ او دوران تېریږی او موږ نه شوکولې چې بېرته یې تکرارکړو نو موږ د وخت تظمین همـ نه شو کولې چې زموږ سره څومره وخت دی نو موږ باید تل د وخت په ارزښت پوه شو او وخت وپېژنو لکه څنګه چې ډېرپوهان په دې هکله ویلې دی چې وخت د سرو زرو په شان ډېر ازښت لری که څوک د سره زر په ارزښت پوهیږی،او پوهیږی چې څنګه ورڅخه ګته پورته کړی نوهمداسې باید د وخت ارزښت همـ په پامـ کې ونیسی او د هغه په ارزښت باندې پوه شی
په پاې کې هر انسان او په خاصه ټوګه ځوانان تل هڅې وکړی چې دخپل ژوند د هرې ثانیې څخه ښه ګته پورته کړی او د خپل ژونډ د هر کار لپاره مهال ویش ولری او د هغه په اساس خپل کارونه مخ ته یوسی که دوی د همدې ځوانۍ نه خپل وخت وپیږنی او خپل کارونه په وخت وکړی نو هغه شخص به یو بریالی او با تدبیره انسان وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close