ورور، ورور وي – بېخي په زړه پورې کیسه

حامد افغان 

  کیسه کا : یو ځای یو کلی و، د کلي خلکو د اوبو یوه څاه لرله هغې نه به یې اوبه څښلې، یوه ورځ نادره پېښه رامنځته شوه! هغه داسې چې دوی له څاه نه اوبه رایستلې سلواغه په څاه کې پاته شوه او تش پړی راوخوت! دا نادره هغه مهال وېروونکې شوه چې دا پېښه څو ځله تکرار شوه! خلک هک حیران شول چې دا څه چل دی!

 خلکو ډېرې هڅې وکړې چې معلومه کړي سلواغه ولې څاه کې پاته کیږي، خو درک یې معلوم نه شو، اخیر چې سبب ورک سو.. په پېريانو غریبانو.. یې تور ولګوه چې دا کار هغوی کوي، یوه ورځ د کلي خلکو سره وویل چې باید یو تکړه او زړور کلیوال تیار شي چې څاه ته یې ورښکته کړو، څو حقیقت معلوم کړي.

 دې خطرناک کار ته څوک له ډاره نه شوی تیاریدلی، اخیر یو ځوان پیدا شو، هغه کلیوالو ته وویل: زه په یوه شرط څاه ته ورښکته کیږم، هغه دا چې کله ستاسو کوم کسان زما پړی نیسي هغو کې به زما ورور هم وي، خلک دې شرط ته حیران شول! او ویې ویل: موږ به ښه پیاوړي ځوانان درته تیار کړو هغوی به ستا پړی ونیسي، ورور ته دې څه ضرورت دی؟! خو ځوان ونه منله، ول ورور به مې خامخا یي.

ورور یې چرته لیری اوسیدی، کلیوالو څوک وروليږه او ورور یې راوست، څو ځوانو کلیوالو او ورور یې ځوان پړي کې بند او څاه ته ورځوړند کړ، څاه ډېر ژور و، چې ځوان ورښکته شو کومه چوله کې یې بیزو/شادو وليدله او پوه شو چې پسات په دې کې دی، هغه یې ونیو، پخپل څټ کې یې سپور کړ او کلیوالو ته یې اشاره ورکړه او هغوی یې پړی پورته کش کړ.

ځوان چې د څاه خولې ته نږدې شو، خلکو بیزو ولید، په دې وهم چې دا کوم پېری دی سخت وويریدل، پړی یې پرېښود او وتښتیدل! یواځې ورور یې پړی نیولی پاته شو هغه هم طبعا ویریدی خو ورور یې د مرګ کومې ته نه شوی ټېل وهلی او په ډېر زحمت یې خپل ورور له څاه نه راوايست، خلکو چې دا حالت ولید پوه شول چې د هوښیار ځوان شرط څومره مهم او ګټور و، که ورور یې نه وی هغه به څاه ته لویدلی او مړ شوی و.

پایله: موسی علیه السلام چې پیغمبر شو الله ته یې سوال وکړ چې یا الله، زما ورور هارون زما مرستيال او زما د کار (نبوت) شریک وګرځوه. الله ورسره ومنله او ورته کړه یې: خامخا به موږ ستا مټ ستا په ورور سره قوي او پیاوړی کړو. ﴿ سنشد عضدك بأخيك ﴾ د ټولې کورنۍ غړو کې الله د موسی علیه السلام ورور د هغه مرستیال پیغمبر وټاکه ځکه ورور، ورور وي، لکه لوړه کیسه کې هم دا مطلب روښانه شو.

  داراز کله چې موسی عليه السلام د الله په امر خپلې مور اوبو ته وغورځوه، نو د هغه خور ته یې وویل: هغه پسې پټه له شا ولاړه شه ﴿ وقالت لأخته قصيه﴾ له دې نه هم معلومه شوه چې ستا د ستونزو او دردونو په مهال به لومړی ستا خور ستا د حال پوښتنه کوي او زړه به درسره خوري.

  نو د کیسې لنډه پایله دا شوه چې وروڼه او خويندي مو ستاسو رښتیني خواخوږي، په هر غم او درد شريکان او هره ستونزه کې ملاتړي دي، په هیڅ صورت هغوی له لاسه مه ورکوئ او د ورورګلوي او خورګلوي درنې اړیکي په پار هغوی ته هر وخت بښنه کوئ او خیر غوښتنه یې غواړئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close