وروستي جزئيات: کابل سرتیري برید کې  ۲۳ بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۳۱ زرغون خوږیاڼی

نن سهار شاوخوا ۶ بجې د کابل ښار نهمې حوزې اړوند په بنايي سیمه کې  د  بهرنیو ځواکونوپر ساتونکو سرتیری برید وشو، چې په برید کې لږ تر اږه ۱۴ بهرني وژل شوي او تر ۹ نور ټپیان دي..

د کورنیو چارو وزارت وياند صديق صديقي پېښه تائيد کړې  او ویلي یې دي، چې سهار۵ بجې او ۴۰ دقیقې د کابل ښار نهمې حوزې اړوند په بنايي سیمه کې پر هغه کاسټر موټر سرتیری برید وشو، چې د یوه بهرني شرکت نیپالي کارکوونکي پکې سپاره وو، ددغه شرکت ۱۴ نیپالي کارکوونکي پکې وژل شوي او د ۵ نیپالیانو او څلورو افغانانو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي.

ځینې سرچینې وايي، چې یاد نيپالي عسکر امنیتي قراردادیان وه، چې په قراردادي توګه یې د بهرنیو ځواکونو ساتنه کوله.

طالبانو د برید مسولیت منلی، ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې لیکلي، چې د دوی يو ملګري نن سهار دکابل ښار ۹حوزه بنایی سیمه کې دبهرنیو د بهرنيو عسکرو پر ساتندويه موسسې سرتېري بريدکړی، چې په  کې له شلو زياتو بهرنيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نيپالي چارواکو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close