وروست نظام وراسته یې کارونه؟

انجنیر عمیر ویاړ

زموږ اساسي ستونزه دا ده چې موږ همیشه له هرې مسئلې سره سیاسي چلند کوو، بس که هر څوک وي؛ خو چې زما د ګوند او یا زما د سیاسي ډلې ټپلې سړی وي.

دا چې زموږ حکومتونه تر اوسه پورې ناکام راغلي، علت یې همدا دی چې حکومت په ګوندونو او قومونو وېشل شوی، تر هغې پورې چې دا نقیصه رفع نه شي، موږ به نه د یوه ښه حکومت څښتنان شو او نه به نورې کاري ادارې ولرو؛ ځکه په ادارو کې به وړ کسان ونه لرو.

دغه ستونزې چې زموږ په مخ کې پرتې دي ټولې یو له بل سره نښتې دي که د دې اساسي چاره ونه شي  دا په باور سره ویلای شو چې ستونزه به همداسې پر ځای پاتې وي.

موږ ولیدل چې ډېر ځله تغییر او تبدیل راغی؛ خو ګټه یې و نه کړه دا ځکه چې یو کس په سیاسي دلایلو ليرې کړای شي او بل په سیاسي دلایلو را وستل شي او ظرفیت په پام کې و نه نیول شي.

یو ډاکتر د انجنیر کار نه شي کولای او یو انجنیر د ډاکتر کار نه شي کولای، دغسې نورې برخې هم دي، یو حقوقپوه خپل ځای لري، یو تاریخپوه خپل ځای لري یو ادیب خپل ځای لري؛ د دې تر څنګ کاري تجربه تر ټولو مهمه ده.

بله مهمه مسئله د اداري فساد مخنیوی دی، ان چې ګورﺉ د کمیسیون د تېرو مسؤولینو په باب د اخلاقي انحرافاتو غږونه هم پورته شول؛ خو متأسفانه هېچا هم د دې خبرې یوه پوښتنه ونه کړه، ځینې بېلارې نجونې وې چې یوه کاندید ته به یې کمپاین کاوه چې دا ډېره د خواشینۍ خبره وه؛ خو له دغومره شکایتونو سره سره څوک ونه نیول شول او نه تحقیقات وشول، بس هر څه په پټو سترګو له مخې تیریدل چې آخر یې نتیجه هغه شوه چې ټولو ولیده.

که چېرې په انتخاباتي کمیسیون کې د اداري فساد مخه و نه نیولای شي، بیا هم مشکل نه حل کېږي. متأسفانه افغانستان خو اوس مهال په اداري فساد کې نړیوال ریکارډ لري، تر اوسه پورې یو داسې لوړ پوړی چارواکی نه دی محاکمه شوی او که شوی دی هم ډېر کم.

که چېرې د دې ناورین مخه نیول شوې وای اوس به ډېر بدلون راغلی وای، وګورﺉ زموږ په معارف وزارت کې د خیالي مکتبونو خبره را پورته شوه، په پولیسو کې را پورته شوه او په نورو ورته ادارو کې خو چا یې پوښتنه ونه کړه او چې خلک وګوري چې د پوښتنې مرجع نشته، نو خامخا هر څوک بیا په دې ډنډ کې د لمبا شوق کوي.

موږ یو مطمئن عدلي او قضایي نظام نه لرو، دا سهي ده چې د پخوا په پرتله یو څه اصلاحات را منځته شوي دي؛ خو نه هغسې چې په سهي توګه عدالت پلی کړای شي، که یو څوک د یو جرم په ارتکاب نیول شوی، نو هغه څوک محاکمه کړای شوی چې پر ځمکه سیوری نه لري او پر اسمان ستوری؛ د غریب کهاله ماشوم خو هر چا په څپېړه وهلی دی، موږ و نه لیدل چې د تره کي د وخت د جهنمي ادارې رییس اسد الله سروري چې د ابتدائيه محکمې له خوا په اعدام محکوم شو، څه ډول غلی پرېښودل شو او اوس هغه دی جګې سترګې ګرځي.

دا هسې مشت نمونۀ خروار یوه خبره وه او که نه ښایي ډېر داسې پېښ شوي چې: غل او خوني تښتیدلی وی او نیول شوی بل وي. موږ ولیدل چې یو وخت د هوانوردۍ وزیر په هوایي ډګر کې ووژل شو خو قاتلانو ته یې چا پورته هم ونه کتلای شو.

لنډه دا چې وایي اوښه کوم ځای دې سم دی چې پاتې دې لا غاړه، زموږ کوم څه سم دي. که کله حکومت یوه غله، خاین، سړي تښتوونکي یا بل کوم مجرم ته لاس اچولی، شل او سل کسه نور یې د دفاع له پاره را ولاړ شوي دي دا ځکه چې دوی هم په جرم کې سره شریک دي.

څه موده دمخه د کورنیو چارو وزارت یوه مسؤول د نوم په نه ښوولو سره وویل چې په کابل کې شل داسې زورواکان دي چې ځانونه د همدغسې مجرمینو له لورې تغذیه کوي؛ نو طبیعي ده چې همغوی یې حمایه کوي هم. دوستم او قیصاري ته چا څه وویل؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close