وروڼو اوخویندو ته پیغامونه

محمد یوسف متوکل

لومړی پیغام ګرانووروڼو اوخویندو

لمونځ د ورځې پنځه وخته یواځې څو دقیقې وخت نیسي چې بنده د خپل سترڅښتن جل جلاله حضورته دریږي اودهغه جل جلاله مناجات کوي، نو راځئ نور ددې پرځای چې شیطان ته تسلیم شو او هغه پرمونږ باندې د خپل زړه لوبې وکړي خپل رب جل جلاله ته تسلیم شو اونور د هغه جل جلاله پوره اطاعت وکړو.

دویم پیغام ګرانوورڼو اوخویندو! پام کوئ کله داسې فکر ونه کړئ چې زه خوډیر ګنهګار یم نور نو له شرمه دتوبې او دعا لاسونه خپل رب جل جلاله ته نه شم پورته کولای؛ پوه شئ داسې فکرهیڅ کله هم مه کوئ دالله تعالی د رحمت دربار ه رکله دخپل بنده پرمخ پراخ خلاص دی الله جل جلاله په ډیره مهربانۍ سره خپلو ګنهګارو بندګانو ته داسې خطاب کوې:

”یَاعِبَادِیَ الَّذِینَ أَسْرَفُواعَلَی أَنفُسِهِمْ لاَتَقْنطُوامِن رَّحْمَةِ الله انَّ الله یَغْفِرُ الذُّ نُوبَ جَمِیعًاانَّهُ هُوَ الْغُفُورُ الرَّحِیمُ(سورة الزمر، ایت۵۳)“

ژباړه: ای زمابندګانو کومو کسانو چې پرخپلوځانونو تیری کړی دی دالله جل جلاله له رحمت څخه دې نه ناهیلي کیږي یقیناالله جل جلاله ټولې ګناوې بخښي هغه خو بخښونکی اومهربان دی.

د توبې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا هم ولولئ،

”وعن أبی حمزةَ أنسِ بنِ مالکٍ الأنصاريّ خادِمِ رسولِ الله صلی الله علیه وسلم قَِالَ رَسُولُ الله صلی علیه وسلم اللهُ أفْرَحُ بِتَوْ بَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِکُمْ سقَطَ عَلَی بَعِیرهِ وقدأضلَّهُ فی أرضٍ فَلاةٍ (متفق علیه) “

ژباړه: له ابی حمزه انس بن مالک انصاری رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د یوه کس نه په یوه دښته یا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي اوهغه پیدا شی نو دغه کس به څومره خوشحالیږي بس الله تعالی ددې نه هم زیات دخپل بنده په توبه ایستلوخوشحالیږي.

 نورنوستاسې خوښه چې څرنګه خپل تصمیم نیسی!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close