ورځني سیاسي نوټونه: «د افغانستان عبث جنګ»

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۱۲):

د افغانستان عبث جنګ

 

ښاغلی سیټف چمپمین د جون پر ۲۲ مه د امریکا په معتبر اخبار شیګاګو ټریبیون کي لیکي:

په افغانستان کي یو موقتي اوربند راغلی او بېرته ختم سو، خو ښايي اکثریت امریکایان حتی په خبر سوي هم نه وي. امریکایان باید د ګناه او ملامتي احساس و نه کړي، ځکه ۱۷ کاله پخوا امریکا افغانستان اشغال کړ، او تر اوسه پوري هلته څه بدل سوي نه دي. موږ هلته پاته یو ځکه چي موږ پوهېږو چي بل څه وکړو.

موږ دا جنګ قطعا نه سو ګټلای، ځکه موږ د یوه داسي دوښمن سره جنګېږو چي پر خپله خاوره او د خپلو خلګو په مینځ کي راسره جنګېږي. نو بنا،‌ کله چي تاسي یو جنګ نه سي ګټلای، تاسو سراسر په بیلات کي یاست. دا جنګ یو څرګند بن بست ته رسېدلی دئ، او افغان ښورښیان به تر ابده پوري زموږ سره جنګېږي. مګر زموږ یوه ښه چاره او اپشن لرو، او هغه دا چي خپله کډه رابار کړو، او خپلو کورونو ته راستانه سو.

په افغانستان کي زموږ جنګ په یوې قیمتي اشتباه باندي بدل سوی دئ. د سیګار وروستي رپوټ زموږ حماقت ښه راڅرګند کړ. دا رپوټ وايي،«زموږ پیسو د افغانستان جنګ لا تشدید کړی دئ. په افغانستان کي ئې رشوت او اختلاس زیات کړي دئ. یاغیان ئې لا تقویه کړي دي، او زموږ حضور حالات لا خراب کړي دي.»

بلخوا، د ټرمپ حکومت کي موږ پر افغانستان باندي بېشماره بمونه اورولي دي، خو د یاغیانو د کنټرول ساحه تر بل هر وخت زیاته سوې ده. د ملکي افغانانو مرګ ژوبله تر بل هر وخت جګه سوې ده. د مخدره موادو ټول کښت پخواني ریکارډونه مات کړي دي.

په افغانستان کي د امریکا نوی ټاکل سوی قومندان جنرال اسټین میلر د سې شبنې په ورځ سنا ته داسي رشتیا وویل،«یوازي نظامي فشار د افغانستان د سیاسي حل لپاره کافي نه دئ. زه د یوه تقسیم اوقات او ټاکلي نېټې تضمین نه سم کولای،‌او نه هم د جنګ د ختمېدو ډاډ درکولای سم.»

د سنا پدې استمعاعیه غونډه کي د جنرال میلر ځوان زوی، چي یو عسکر دئ، د هغه شا ته ناست وو. جنرال میلر په خواشني سره وویل،«په ۲۰۰۱ کي ما هیڅکله دا اټکل نه کاوه چي زه به په ۲۰۱۸ کي دلته ناست یم، او خپل زوی به افغانستان ته استوم.»

څو ورځي وړاندي په افغانستان کي یو موقتي اروبند اعلام سو. جمهورریس اشرف غني غواړي چي طالبان د سولي مذاکراتو ته راکش کړي. خو طالبانو د اشرف غني غوښتنه ور رد کړه، ځکه هغوی وايي چي د کابل له ګوډاګي رژیم سره خبري نه کوي.

طالبان ټینګار کوي چي د متحده ایالاتو سره مخامخ خبري کول غواړي، مګر امریکا تر اوسه پوري د هغوی دا غوښتنه رد کړې ده. که چیري په افغانستان کي د سولي مذاکرات کېدل، دا خبري به په اغلب ګومان هله وسي چي امریکا ښه ستړې او ستومانه سوې وي، نه دا چي امریکا به کامیابه سوې وي.

لکه په ویتنام کي، د طالبانو هدف دا دئ چي موږ لدې امید سره راوباسي چي اقلا زموږ ګوډاګی رژیم به پاته وي. مګر لکه د ویتنام په جنګ کي، د افغانستان په جګړه کي هم دا امید یوه غولونکې هیله ده.

تېره میاشت، د نیوریاکر مجلې د ښاغلی پټریک سکینر په باره کی یوه مقاله خپره کړې وه. سکینر د سی ای اې یو افسر دئ، او ځو ځله ئې په افغانستان کي خدمت کړی دئ. ښاغلي سکینر پر خپل ټټر باندي، البته احتمالي د مرګ په صورت کي، یو نوټ لګولی وو. دا نوټ داسي دئ:«زما مېرمن ته ووایاست چي دا یو عبث جنګ وو.»

______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close