ورځني سیاسي نوټونه: ”د متحده ایالاتو او طالبانو تر مینځ د مذاکراتو نوی فرصت“

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۰۹)

 

د متحده ایالاتو او طالبانو تر مینځ د مذاکراتو نوی فرصت:

ښاغلی سپینسر اکرمېن په ډيلي بیسټ کي د جون پر ۲۱ مه باندي لیکي چي د امریکا او طالبانو تر مینځ د خبرو لپاره نوي افقونه خلاص سوي دي. لیکوال وايي څو تنو امریکايي عالي رتبه مامورینو ورته ویلي دي چي د طالبانو سره د سولي د خبرو چانس زیات سوی دئ،‌ خو هغوی شک لري چي د ټرمپ اداره به دا کار وکړي او کنه.

لیکوال وايي طالبانو په کراتو ویلي دي چي هغوی غواړي له امریکا سره مذاکرات شروع کړي، خو د ټرمپ په حکومت کي تر اوسه پوري پر دې خبري باندي د نظر اتفاق لا نه دئ راغلی چي د طالبانو سره خبری پیل کړي او کنه. همدااوس د افغانستان په ارتباط د ټرمپ په حکومت کي دوې مفکورې غالبي دي. یوه ډله د طالبانو سره د مذاکراتو د کولو حمایت کوي،‌ خو بله ډله وايي چي طالبان باید اول د کابل سره خبري پیل کړي.

لیکوال ادامه ورکوي او لیکي طالبان غواړي چي د مذاکراتو په لومړي پړاو کي اشرف غني بای پاس کړي. مګر امریکا تر اوسه پوري د طالبانو دا خواست نه دئ منلی،‌ ځکه اشرف غني ئې سخت مخالف دئ. اشرف غني د راتلونکي انتخاباتو په هلکه بېره لري، او نه غواړي چي په افغانانو کي کمزوری او بې اهمیته ښکاره سي.

د امریکا د فوج متقاعد ډګروال ښاغلی کریس کولیندا وايي،«موږ ته یو طلايي چانس په لاس راغلی دئ، موږ کولای سو چي لدې فرصت څخه استفاده وکړه، او یا سترګي پر پټي کړو. طالبانو زموږ اصلي خواسته راسره منلې ده. هغوی وايي چي له افغانستانه به بیا تروریزم صادر نه سي. کله چي ستاسو مخالف ستاسي اصلي غوښتنه ومني، همدې ته ګټل او کامیابي وايي.»

ښاغلی اکرمېن لیکي چي د شبنې په ورځ د متحده ایالاتو خارجه وزیر ښاغلی پامپیو وویل،«واشنګټن چمتو دئ چي د سولي د خبرو ملاتړ وکړي،‌ او هم پدې خبرو کي شرکت وکړي.» خو اوس خبره دا ده چي ایا اشرف غني به راضي سي او کنه. لیکوال کاږي د امریکا د دفاع وزارت هم غواړي چي د افغانستان په ارتباط دپلوماتیکي هلي ځلي غښتلي سي. ځکه له هغه وخت راهیسي چي ټرمپ خپل د امنیت د شورا ریس ښاغلی مک ماسټر برطرفه کړ، د افغانستان د پلوماسۍ چاري بېرته خارجه وزارت ته انتقال سوي دي.

د افغانستان د چارو مشهور امریکايي متخصص ښاغلی برانیټ روبین وايي،«که چیري غني راضي سي، زما ګومان دا دئ چي امریکا به مذاکرات شروع کړي.» یو بل پخوانی امریکايي دپلومات وايی،« په افغانستان کي جنګ یو څرګند بن بست ته رسېدلی دئ. طالبان جنګ نه بایلي. بلخوا، اشرف غني په افغانانو کي محبوبیت نه لري، ځکه امنیت نه سي ساتلای،‌ او افغانان ځکه ترې ناراضه دي چي جنګسالاران ئې پر خلګو باندي حاکم کړي دي. بل پلو، انتخابات را روان دي، او اشرف غني ښه پوهېږي چي په خلګو کي هیڅ محبوبیت نه لري،‌ او باید د خلګو لپاره یو څه وکړي.»

د متحده ایالاتو د خارجه وزارت پخواني عالي رتبه ماموره مېرمن لوریل مېلر وايي چي درې ورځنی اوربند یوه مهمه حادثه وه، او متحده ایالات باید لدې فرصت څخه ګټه پورته کړي. دواړو خواوو خپل ښه نیت وښود. او دواړو طرفونو پر خپلو قواوو باندي خپل کنټرول هم وښود. افغانانو هم لدې اوربند څخه پراخ ملاتړ وکړ. نو بنا، لدې فرصت څخه باید استفاده وسي.

ــــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close