ورځپاڼه: د امریکا پوځ د ټرمپ سټراټيژي بریالۍ او استخبارات یې ناکامه بولي

یوې مشهورې امریکايۍ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي چې د امریکا پوځ او استخبارات په افغانستان کې د ټرمپ د سټراټيژۍ په اړه بېل نظرونه سره لري – پوځ وايي چې په افغانستان کې د ټرمپ یو کلنې سټراټيژۍ کار کړی، خو استخبارات بیا وايي چې دې سټراټيژۍ د افغانستان د حالاتو په سمېدو کې د ”پام وړ“ بدلون نه دی راوستی.

وال سټریټ ژورنال، نن د اګست په ۳۱مه، له یوې محرمانه اروزنې سره د اشنا کسانو له قوله ویلي، په داسې حال کې چې د امریکا پوځي قومندانان د ټرمپ سټراټيژي بریالۍ بولي، استخباراتي چارواکي جګړې ته خوش بین نه دي او وايي چې د ډونلډ ټرمپ سټراټيژي په یوه کال کې کوم بدلون نه دی راوستی.

ورځپاڼه وايي، د امریکايي چارواکو ترمنځ دا اختلافات داسې مهال راپیدا کېږي چې ډونلډ ټرمپ د افغانستان د جګړې د رهبرۍ لپاره یو بل قومندان لېږي – دا نوی قومندان له تېرو نهو کلونو راهیسې ۱۱م کس دی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قومندانۍ لپاره لېږل کېږي.

دا امریکايۍ ورځپاڼه زیاتوي، امریکايي چارواکي وايي چې د دې اختلافاتو له امله په دې اړه جدي بحثونه راولاړ شوي چې ډونلډ ټرمپ ته د افغانستان د جګړې په اړه څنګه ارزونه وړاندې شي – ایا سټراټيژي یې بریالۍ وښيي او که ناکامه.

ورځپاڼه وړاندې وايي چې افغانستان کې د ټرمپ د یو کلنې سټراټيژۍ پر ارزولو د سي آی اې په ګډون د امریکا ۱۷ ادارې بوختې دي.

”د افغانستان د وضعیت په اړه د قضاوت کولو لپاره امریکايي چارواکي دا ارزونه کوي چې څومره خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده، څومره افغان عسکر وژل شوي، وسله وال په څومره اسانۍ سره بریدونه کولای شي، او افغانان پر خپل حکومت څومره باور لري.“

”د امریکايي حکومت خپل رپورټونه ښيي چې تقریبا په هر ډګر کې د امریکا او افغان [حکومت] له هڅو متوقعې هیلې نه دي پوره شوي.“

”په جون میاشت کې د پنټاګان له له لوري د یوه خپور شوي رپورټ له مخې، افغان حکومت د نفوس پر ۶۵ سلنه کنټرول لري، پاتې یې د طالبانو یا نورو وسله والو تر کنټرول لاندې ده او یا هم جګړې پکې روانې دي. دا په ۲۰۱۶ز کال کې پر سیمو د حکومت د کنټرول په پرتله یو څه کمه سلنه ده – او د ټرمپ د سټراټيژۍ تر اعلانولو وروسته هم تقریبا هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی.“

ورځپاڼه پسې لیکي، په هوايي بریدونو کې زیاتوالي هم د طالبانو اقتصادي سرچینې نه دي ځپلې، او د امریکايي ځواکونو په شمېر کې زیاتوالي هم حالات د امریکا  په خوښه نه دي بدل کړي.

د ورځپاڼې په خبره، امریکايي چارواکي د افغانستان په کورني سیاست کې د پارټیزان او د سیمه ییزو او اقلیتي تفرقو په اړه هم اندېښنه لري.

د وال سټريټ ژورنال رپورټ زیاتوي، د افغانستان د جګړې څارونکي ځينې چارواکي وايي چې د استخباراتو منفي اروزنه به ټرمپ مجبور کړي چې له خپلې  جوړې کړې سټراټيژۍ مخ واړوي.

د امریکايي چارواکو د خپلمنځي اختلافاتو په اړه دا خبرونه داسې مهال خپرېږي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د نه پرمختګ له امله زغم بایللی، او غواړي چې ژر تر ژره امریکايي ځواکونو له افغانستانه وباسي.

— Military Believes Trump’s Afghan War Plan Is Working, but Spy Agencies Are Pessimistic

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close