”وزو ته خوشحاله او خندانه څېرې خوند ورکوي“

ساینسپوهانو ویلي چې وزې د انسانو پر څېرو د خوشحالۍ له تاثراتو اغېزمنې کېږي.

د بي بي سي انګلیسي د خبر له مخې، تحقیق کوونکو ساینسپوهانو  په یوه رپورټ کې، چې په اوپن ساینس نومې جریده کې خپور شوی، ویلي چې وزې (مذکر او مؤنث دواړه) له  هغو انساني څېرو اغېزمنې کېږي او خوند ورکوي چې خوشحاله او خندانه ښکاري.

دا څېړنه د برېتانیا کېنټ ښار کې د وزو دساتنې په یوه مرکز کې ترسره شوې ده.

د دې څېړنې یوه ګډونوال او د لندن پوهنتون ښوونکي، ډاکټر الیکن مک الیګوټ، او د هغه ملګرو پر یوه دېوال باندې ۱،۳ متره لیرې تور او سپین انځورونه ولګول. تر دې وروسته، یې وزې دې ځای ته خلاصې ورپرېښودې.

Image result for goat

محققینو ولیدل چې وزې د غوسه ناکې څېرې انځور ته تر تللو وړاندې، د خوشحاله څېرې انځور خوا ته ولاړې، او د خپلو سپوږمو په وسیله یې د خوشحالې څېرې انځور بویاوه.

څېړونکو ته دا هم ثابته شوه چې د غوسه ناکې څېرې په نسبت د خوښې څېرې انځور ته وزې زیات وخت ولاړې وې.

خو داسې یوازې هغه وخت رامنځته شول کله چې د خندانه څېرو انځورونه ښي طرف ته کېښودل شوي وو. کله چې د خوشحاله څېرو انځورونه کيڼ (چپ) لوري ته کېښودل شول، نو وزو یوه انځور ته هم پام ونکړ.

د محققینو په اند، د دې کار لامل دا دی چې وزې پر یو څه د پوهېدو لپاره د خپلو ماغزو یوه برخه کاروي. (داسې په نورو څارویو کې هم لیدل شوي.) داسې کېدای شي چې د ماغزو کيڼه برخه له مثبتو احساساتو سره تړلې وي، او یا هم د ماغزو ښۍ برخه غوسه ناکو څېرو ته پام نه کوي.

سرچینه
بي بي سي انګلیسي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close