وزیري: افغان ځواکونه د راتلونکو پسرلنیو عملیاتو لپاره وړتیا لري، بهرنیو ځواکونو ته حاجت نشته

کابل ټکی کام ۲۷کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د ناټو منشي سټولتنبرګ په واکنش کې وویل، چې روان کال به د افغانستان لپاره خونړی وي.
د افغانستان دفاع وزارت یې په غبرګون کې ویلي دي، چې افغان ځواکونه د مخالفو وسله والو د هر ډول حملې د دفع توان لري، او هېڅ ضرورت نشته چې تر څو بهرني ځواکونه په عملیاتو کې برخه ولري.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د نوي کال ۱۳۹۵شمسي لپاره د اکمالاتو، د تجهیزاتو، د عملیاتو د زدکړې لپاره موافقې ته رسېدلي دي.
د دفاع وزارت ویاند د ناټو د منشي د پرونی څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي، چې دوی په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته هېڅ ضرورت نه لري، د هغه له قوله که نړیواله ټولنه غواړی، نو د افغان امنیتي ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړی.
وزیري زیاته کړه، که جګرې دوام وموند، نو افغان امنیتي ځواکونه یې په دفع کولو کې هر ډول امادګي لري.
سټولتنبرګ تېره ورځ خبریالانو ته ویلي وو، په داسې حال کې چې روان کال به د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ستونزمن وي، ناټو بیا هم خپل ځواکونو افغانستان ته نه لېږي.
دفاع وزات یوه اونۍ وړاندې په یوه دوه ورځني غونډه کې چې د کورنیو چارو وزارت غړیو، د ملي امنیت ریاست او محلي ارګانونو ګډون درلود، د راتلونکي نوي کال د عملیاتو په اړه وویل، چې بهرنیو ځواکونو د پولیسو او افغان ځواکونو په روزنه پیل کړی.
په دغه غونډه کې وویل شول، چې دا مهال دیارلس زره بهرني ځواکونه په افغانستان کې شتون لري، چې افغان ځواکونو ته روزنه ور کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close