وسله والو د ناوې ولسوالۍ د کشف آمر وژلی دی

کابل ټکی کام ۲۰وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

ناپېژاندو وسله والو پرون غرمه د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د کشف آمر وژلی دی.

د هلمند ولايت د ولايتي شوری مشر محمد کريم اتل ويلي دي، چې شرف الدين په خپل کور کې په کار بوخت و، چې دوه موټرسايکل سپرو پرې بريد وکړ او نوموړی يې وواژه.

پېښه د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ په چهل دو سيمه کې رامنځته شوې ده.

د اتل په وينا بريد کوونکي له بريد وروسته تښتېدلي دي.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخستې ده.

پوليس وايي، د شرف الدين د وژنې په تور يې څو کسان نيولي دي او تحقيقات ترې روان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close