وسله وال بريد کې د فراه ښار د امنيت آمر وژل شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۵) د سیمه ييزو راپورنو له مخې، د فراه ښار د درېيمې حوزې مربوط سيمه کې د دغه ولايت د امنیت امر په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، چې نن سهار نامعلومه وسله والو د ملي امنيت د ښاري امنيت پر آمر برید وکړ چې نوموړی ځای پرځای ووژل شو.

د بريد مسئوليت طالبانو منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې د فراه مرکزدریمې حوزې په سیمه کي د ۵ حوزې آمرقومندان یاسین خان په چریکي بریدکې ووژل شو.

دا په نږدې پنځو مياشتو کې د فراه ښار دوهم د امنيت آمر دی چې د طالبانو له لوري وژل شوي.

د روان کال په فبروروۍ مياشت کې هم د فراه د امنیت پخواني آمر ګلبهار مجاهد هم په يوه چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی و چې مسئولیت يې طالبانو په غاړه اخيستی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close