وصل او فصل(پيوستون او بېلتون)

عزیر اسدخیل

وصل د عطف د برخيزونو (او)، يا (پسې) په واسطه د دوه يا ډېرو جملو يا کلمو تړلو ته ويل کېږي. فصل د دوه يا څو جملو د عطف په برخيز (او) نه راوړلو جلاکولو او بېلولو ته ويل کېږي.

هره دويمه جمله او کلمه کله د عطف په برخيز له لومړۍ جملې سره تړل شوې وي او کله کله د دې برخيز په نه راوړلو بېله شوې وي.

دوه جملې يا کلمې د عطف په برخيز له دې امله تړل کېږي، چې د دواړو په منځ کې څه يووالى او مناسبت وي، يا کله کله د توپير لپاره د دواړو تر منځ د عطف برخيز راوړل کېږي. لکه:

١- احمد او محمود دواړه د توريالي زامن دي.

٢- برياليتوب او ناکامي په کوښښ پورې اړه لري.

٣- د وينا او عمل تر منځ ډېر توپير دى.

فصل کله د جملو او کلمو د زيات يووالي او معنوي امتزاج له امله وي، چې (کمال اتصال) (بشپړ پيوستون) بلل کېږي، کله د بېخي بېلتون او جلاکېدلو له امله وي، چې (کمال انقطاع) (بشپړ بېلتون) بلل کېږي. کله د ځواکمنو اړيکو او کله هم د کوم مانع له امله د عطف برخيز پرېښودل کېږي. لکه:

١- احمد، محمود، سعيد او غمى په يو ټولګي کې درس وايي.

٢- راځئ چې خپلمنځي اختلافونه شاته وغورځوو، ورورولي وکړو، دوستي وکړو، مينه وکړو، د ميندو او خويندو عفت خوندي کړو، زيار وباسو، کار وکړو، وطن آباد کړو، عدل او انصاف پلی کړو، هر چاته خپل حق وسپارو، تر څو د سپېڅلي جهاد ښې پايلې لاس ته راوړو.

٣- د افغانستان مؤمن، مجاهد، غېرتي، پتمن او زړه ور ولس په مېړانه جهاد وکړ.

يا لکه په دې شعر کې فصلونه :

چې زړه يې مړ وي، ذوق یي تت، احساس يې نه پاڅېږي

هـغـه د شـعــــر په ارزښــــت او قـــــېــمت څه پــــوهـېږي

ايجاز

ايجاز په لغت کې لنډولو ته ويل کېږي او په اصطلاح کې په لږو الفاظو او لنډ تعبير د ډېرو او پوره معناو ادا‌ء کولو ته ايجاز ويل کېږي.

ايجاز په دوه ډوله دى:

۱ ــ د قصر (لنډولو) ايجاز

۲ ــ د حذف (غورځولو) ايجاز

 د قصر (لنډولو) ايجاز

د قصر ايجاز ته د بلاغت ايجاز هم ويل کېږي او دا هغه لنډ الفاظ دي، چې کومه محذوفه او مقدوره کلمه يا جمله پکې نه وي، بلکې په لنډ تعبير لويه معنی څرګنده شي؛ خو په دې شرط چې په فهم کې خلل واقع نه شي او پوره مطلب ترې واخيستل شي. لکه :

(شعر د زړه ترجماني ده)

دا لنډ تعبيردى او لوى مطلب او ډېرې معناوې پکې نغښتې دي، ځکه چې په زړه کې: مينه او محبت، بغض او حسد، دوستي او دښمني، کرکه او اغېزه، هيلې او احساس…. ټول ځاى لري او شاعر په خپل شعر کې د دې ټولو ترجماني او انځورګري کوي.

يا لکه: د عبدالرحمن بابا دا شعر :

په ښه خوى له بد خواهانو بې پروايم

په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا يم

د دې شعر په لنډو الفاظو کې ډېر لوى مطلب پروت دى او هغه دا، که زما ډېر دښمنان او بد خواهان وي؛ خو زما د ښه خوى او نېکو اخلاقو له امله هغوى دومره اغېزمن دي، چې ماته د بدو رسولو اقدام نه کوي، نو له همدې امله له ماسره هيڅ اندېښنه نشته او بې پروا ژوند ته دوام ورکوم. او لکه څنګه چې اوبه ډېرې نرمې او پستې دي؛ خو سخت او سوځوونکى اور پرې له منځه ځي او مړ کېږي، نو همدا رنګه زه ډېر سخت، سرکشه او کلک خلک په ډېره نرمۍ او ښو اخلاقو تابع کوم.

٢- د حذف (غورځولو) ايجاز

د حذف ايجاز دې ته ويل کېږي، چې له يوې جملې نه څه توري يا کلمې وغورځېږي؛ خو په فهم او معنی کې څه خلل پيدا نه شي. لکه:

١- (زه درځم) په دې جملې کې (هلته) حذف شوى دى. که دغه غورځېدلى لفظ بېرته ورسره یو ځای کړو، نو داسې به شي: (زه هلته درځم).

٢- (د احمد خبرو راباندې اغېزه وکړه). دلته د (ښه) کلمه غورځېدلې ده، ځکه چې اغېزه ښه هم وي او بده هم. په اصل کې جمله داسې ده­: (د احمد خبرو راباندې ښه اغېزه وکړه).

٣- (پرون ډېر ښکلي ځاى ته تللي وو، د غرونو ننداره مو وکړه، کاشکې ته هم راسره واى) په دې کې وروستۍ جمله حذف شوې ده چې: (خوښ شوى به واى).

٤- پوښتنه وکړې، چې دا کار چا کړى دى ؟ څوک په ځواب کې ووايي: ما. چې په دې کې (کړى دى) حذف شوى دى؛ که محذوفه جمله ورسره يو ځا­ى کړو، نو داسې به شي: (ما کړى دى).

اطناب

اطناب په لغت کې اوږدولو ته ويل کېږي او په اصطلاح کې هغه ګټور اوږدوالي ته ويل کېږي، چې په يوه جمله يا عبارت کې د لنډو الفاظو په ځاى داسې زيات او اوږده الفاظ راوړل شي، چې څه ګټه ولري او بې ځايه نه وي. لکه: (بوډا) يوه لنډه کلمه او لنډ لفظ دى، که موږ ووايو: (احمد بوډا دى)، نو دا ايجاز شو، خو که وغواړو، چې په همدې جملې کې اطناب وکړو او ګټور اوږدوالى پکې وکړو، نو داسې به ووايو:

(د احمد ملا کړوپه ده، خوله يې کشړوپه ده، مخ يې ګونجې ګونجې دى، ږيره يې سپينه ده، د سترګو ديد يې کم دى او ډېر ضعيف دى).

د (بوډا) په لفظ کې دا ټولې معناوې پرتې دي؛ خو که په دې ډول يې اوږد کړو، نو دې ډول اوږدوالي ته (اطناب) ويل کېږي.

د اطناب ډولونه

اطناب ډېر ډولونه لري، چې په لاندې توګه يې يادونه کوو:

١- له عام نه وروسته د خاص يادونه. لکه: هره ورځ کار ته راځه، د جمعې په ورځ هم راځه.

٢- له خاص نه وروسته د عام يادونه. لکه: زه بريالى شوم، زموږ د ټولګي ټول شاګردان بريالي شول.

٣- له ابهام او اجمال نه وروسته وضاحت او تفصيل. لکه: د افغانستان په جنګ کې ښکېلو اړخونو په اړوندو مسائلو خبرې وکړې. په مؤقت او دائمي اوربند، د بنديانو په تبادلې، د حکومت په تشکيل او د وسلو په راټولولو يې تفصیلې خبرې وکړې.

چې په دې کې (په اړوندو مسائلو) کې څه ابهام او اجمال و او وروسته يې وضاحت وشو.

٤- (توشيع): دا په کلام کې هغه تفسير ته ويل کېږي، چې د مخکې عبارت افراد ښکاره کړي. لکه: علم په دوه ډوله دى: د بدنونو علم او د دينونو علم.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close