ولايتي شورا: د فارياب نوي سلنه خاوره طالبانو سره ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۳) د فارياب ولايتي شورا وايي، د دغې ولايت پر نوي سلنه خاوره طالبان واکمن دي اوپاتې لس سلنه سيمه هم د سقوط تر ګواښ لاندې دي.

د ولايتي شورا غړی صبغت الله سیلاب وايي، د دغې ولايت په نوي سلنه خاوره طالبان واکمن دي او پاتې لس سلنه حکومت ته ورپاتې ده.

نوموړي ويلي، د المار، قيصار او پښتون کوټ ولسواليو ډيرې سيمې له طالبانو سره دي او يواځې مرکزونه يې له حکومت سره دي چې هغه هم د سقوط تر ګواښ لاندې دي.

تېره ورځ د ولايتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني هم د يادو ولسواليو د سقوط اندېښنه څرګنده کړې وه او په خبره يې چې له مرکزونو پرته ټولې سيمې له طالبانو سره دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغې ولايت د سقوط د مخنيوي په موخه شپيته بهرني ځواکونه استول کېږي.

د فارياب امنیتي مسئولين وايي، چې نوي استول کېدونکي بهرني عسکر به له افغان ځواکونو سره په ګډو عملياتو، جګړو او هوايي بريدونو کې برخه واخلي.

تر دې مخکې فراه ولايت ته د جګړو لپاره بهرنيان ولېږل شول خو هلته د طالبانو له سختو بريدونو او نښتو وروسته بېرته خپلو مرکزونو ته ستانه شول او د ولايتي شورا غړي وايي د هغوی په تګ سره د فراه د سقوط اندېښې زياتې شوي دي.

په عين حال کې د فارياب د والي وياند احمد جاويد بيدار وايي، چې امنيتي اندېښنې شته خو دومره جدي نه دي.

په تېرو کلونو کې په هېواد کې د ژمي په موسم کې جګړې يو څه ارامېدلې خو سږ کال د ژمي په موسم کې هم طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړی او نږدې څو ولايتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د شنونکي په باور، طالبان په ولس کې ملاتړ لري او که نظامي قوت يې همداسې دوام وکړي ښايي راتلونکي کال څو ولايتونه د طالبانو لاسته ولوېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close