ولايتي شورا: د کندوز هوايي ډګر پروژه کې ۵۰۰ ميلیونه افغانۍ غلا شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۲) د کندز ولايتي شورا وايي، چې د دغې ولايت د هوايي ډګر د بيا رغونې پروژه کې تر ۵۰۰ ميلیونه افغانيو پورې غلا شوي دي.

د ولايتي شورا رئيس محمد يوسف ايوبي وايي، هوايي ډګر په اساسي ډول نه دی رغول شوی او د کار کيفيت يې ډير ټيټ دی.

نوموړی وايي، هغه ډول چې لازمه وه کار پرې نه دی شوی او غوښتنه کوي چې هوايي ډګر دې په معياري ډول ورغول شي.

په ورته وخت کې د ولايتي شورا منشي فوزيه یفتلي هم ورته نظر لري په خبره يې اړوندې ادارې دې د هوايي ډګر د بيا رغونې له پروژې څخه څېړنې وکړي او د پروژې له پلي کوونکو سره دې قانوني چلند وشي.

د معلوماتو پر اساس ياد هوايي ډګر د دوه نيم کيلو متره په اوږدوالي له تجهيزاتو او ترمينل سره بيا رغول شوی او اړوند چارواکي وايي چې ژر به ترې نړيوالې او داخلي الوتنې پيل شي خو د ولايتي شورا منشي فوزيه وايي، چې د هوايي ډګر بيا روغونه په معياري ډول نه ده شوې او بايد په اړه يې پلټنې وشي.

دا لومړی ځل نه دی چې په يوه دولتي پروژه کې د سلګونو مليونه افغانۍ د اختلاس او غلا کونې راپور ورکول شوی بلکې تر دې مخکې هم د بيا رغونې په لسګونو پروژو کې د چارواکو او د پروژو د مسئولينو له لوري ميليونونه ډالره حيف و ميل شوي دي.

اوس مهال د کندز په هوايي ډګر کې يواځې پوځي الوتکې ناستې کوي خو د هوايي ډګر مسئولين وايي چې د هوايي ډګر د چارو له بشپړېدو سره به له دغې هوايي ډګره بهرنۍ او داخلي الوتنې هم پيل شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close