ولايتي شورا: غور د سقوط له ګواښ سره مخ دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۶) د غور د ولايتي شورا غړي د دغه ولايت د سقوط ويره څرګندوي وايي، طالبان د ولايت په مرکز “فيرزکوه”د حملې لپار ځانونه اماده کوي او که مرکزي حکومت دې ولايت ته پام ونه کړي ډېر ژر به سقوط شي.

د غور د ولايتي شورا غړي وايي، هيڅ دولتي چارواکی او يا کارکوونکی د غور ولسواليو ته تګ نه شي کولی، ځکه چې له مرکز پرته نورې ټولې سيمې د طالبانو په واک کې دي.

د ولايتي شورا غړی عبدالبصير قادري وايي، “مونږ د غور هيڅ يوې ولسوالۍ ته په دولتي موټرو کې تګ راتګ نه شو کولی، ځکه چې ټولې لارې د طالبانو په لاس کې دي.”

قادري د فراه پروني امنيتي وضعيت ته په کتو حکومتي چارواکو ته په خپلو خبرو کې وويل، “د الله شکر دی چې فراه بیرته خپل عادي حالت ته راوګرځېده خو اوس د غور سقوط د مخنيوي په اړه لاس په کار شۍ”.

په عین حال کې د غور د والي وياند هم تاييدوي، چې طالبانو په دغې ولايت کې خپل نظامي فعاليتونه زيات کړي خو زياتوي چې دا په دې معنا نه دي چې غور دې د دوی لاسته ولوېږي.

د يادونې ده، په تېره مياشت کې لومړی له فراه او بيا له غور ولايت څخه د زياتو جګړو راپورونه ورکول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ طالبانو د فراه ولايت په مرکز حمله وکړه او د دغې ولايت د ملي امنيت رياست، مرکزي محبس او د څو امنیتي مرکزونو په شمول د ښار اتيا سلنه برخه ونيوله او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close