ولايتي شورا: په فراه کې له دولت څخه د طالبانو د حاکميت سيمه زياته ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۳)

د فراه ولايتي شورا وايي، چې طالبان د دغه ولايت په زياتو سیمو نفوذ لري او د ولايت زياته برخه د طالبانو تر حاکميت لاندې ده.

د ولايتي شورا غړی صمد صالحي وايي، د فراه بکواه، ګلستان، خاک سفيد او پشت کوه ولسوالۍ په مکمله توګه د طالبانو تر ولکې لاندې دي زياتوي د پشترود نيمه ولسوالۍ اداره کوي، په جوین، شیب کوه او اناردرې ولسواليو کې هم چريکي عمليات کوي چې له کبله يې دولتي ځاکونو ته ځاني او مالي زيانونه اوړي.

د صالحي په وينا، طالبان د دغه ولايت په ۶۰% خاوره کنترول لري که د هر لحاظ ورته وکتل شي د طالبانو د حاکمیت ساحه له دولت څخه زياته ده.

په عين حال کې د ولايتي شورا یوه غړې شهلا ابوبکر هم وايي، د تير کال په پرتله سږ د طالبانو د حاکميت سيمه زياته شوې ده.

هغې زياته کړه، یو یا دوه کاله مخکې دولتي ځواکونو د سيمې د امنيت کنترول لرلو خو د طالبانو په دوو حملو سره د هغوی ځواک کم شوی دی.

ويل کېږي، چې طالبان د فراه ښار په اطرافي او ښاري سيمو کې فعاله ګروپونه لري او دغه ولايت يو ځل بيا د سقوط تر ګواښ لاندې راتلی شي.

طالبانو څه موده مخکې د فراه پر ښار او ولايت مقام بريد وکړ چې له دولت څخه يې د ښار زياته برخه ونيوله خو د بهرنيو ځواکونو د بمباريو او ملکيانو ته د زيان اوښتو د ګواښونو له کبله يې بيرته نيول شوې سيمې پريښودې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close