ولایتونو ته د غني سفرونه د راتلونکو ټاکنو هڅې که اصلاحات؟

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۳)

راپورتاژ: فرید افغان

په دې وروستیو کې د ملي یووالي د حکومت مشر ځینې جنوبي ولایتونو ته سفرونه ګړندي کړي، داسې چې هلته په ورځو ورځو پاتې کیږي او په اړوندو ولایاتو کې له بیلابیلو قشرونو سره له نږدې بحثونه کوي او د هغوی د راخپلولو هڅه کوي.
څو ورځې وړاندې خوست ته د غني د ورتګ پرمهال یو شمیر مدني فعالانو د تحصن خیمه وهلې وه او پر لویو لوحو یې کښلي و “ د ولسمشر نمایشي راتګ خوست ته د خوښۍ زیری نه لري او یواځې د راتلونکو ټاکنو د کمپاین برخه ده“
دا یواځې خوستوال نه دي چې د ولسمشر پر پلانونو پوهیږي ،بلکې دې سفرونو د ولسمشر د سیاسي مخالفینو غبرګونونه هم له ځانه سره درلودل.
د افغانستان د نوې جبهې مشر انوارالحق احدي وایي؛ ولسمشر د راتلونکو ټاکنو لپاره د دولتي امکاناتو څخه په استفادې سره کمپاین کوي او په خبره یې چې دا سفرونه “عوام فریبانه“بڼه لري.

احدي وایي؛ د ارګ مشرانو د تقنیني فرمانونو په صادرولو سره اساسي قانون نقض کړی او د نظام د حقیقت د بدلون په هڅه کې دي چې په خبره یې ګډحکومت له مشروطي نظام څخه ډیر بدتر دی.
نوموړي وویل؛ په دریو میاشتو کې کاغذي تذکرې هم نه ویشل کیږي “نو له ټولو ګوندونو او ډلو ټپلو غواړو چې د حکومتي مشرانو په مقابل کې یوموټي شي او پرې نږدي چې له دولتي امکاناتو څخه په استفادې د راتلونکو ټاکنو برخلیک د ځان په لوري را وڅرخوي“.
سیاسي مشران وایي؛ اشرف غني چې کومې پروژې پیل کړې یا یې هم افتتاح کړې د دې ټولو کار یا له وړاندې شوی او یا هم په پروګرام کې له پخوا نیول شوې وې چې غني یواځې ترې د خلکو د راجلبولو کار واخیست.

ولې پر حکومتي مشرانو بدګماني او ولې د حکومت هڅې؟ !

د افغانستان ولسونه که څه هم له پخواني پیر څخه له حکومتونو ښې خاطرې نه لري خو د ملي یووالي حکومت چې بنسټ یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کیښود او واک یې د دو کاندیدانړ تر منځ ۵۰،۵۰ وویشه هیڅ ښه زیری نه وه.

ددې حکومت له راتګ سره په هیواد کې نا امني څو چنده شوه، ولسونه وځورول شول او د خلکو اقتصادي ځواک تر ټولو ټیټې کچې ته را ولویده .
د شنونکو په باور که څه هم ارګ د خپلو همکارانو په توسط په خپله ګټه پراخ تبلیغاتي سانسور پر لاره اچولی خو د غني ادارې بیا هم په خلکو کې خپل ټول محبوبیت له لاسه ورکړی او ټولې ژمنې یې ورته د اوبو پر سر کرښې ښکاري.
نو له همدې کبله غني غواړي خپل بایللی محبوبیت یوځل بیا په ولسونو کې تازه کړي.
له بل اړخه ځینې سرچینې وایي چې امریکایي سفارت د ګډ حکومت د واک د نیټې د غځولو هوکړه ښایي له دې کبله لغوه کړې وي چې مخالفتونه به راوپاروي نو هڅه کوي د نسبتاً مشروع لارې یوځل بیا خپل د خوښې نوماند واک ته ورسوي.
په داسې حال کې چې انتخاباتي کمیسیونونه ټول د حکومت تر اغیزې لاندې دي نو احتمال شته چې د هغه نوماند په ګټه چې بهرنیان یې واک ته رسول غواړي پراخه درغلي وشي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close