ولایتي شورا: طالبان د هرات په ۱۳ ولسوالیو کې فعال حضور لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۳)

د هرات ولایتی شورا وایي، چې طالبان د دغه ولایت له ۱۹ ولسوالیو څخه په ۱۳ کې فعال حضور لري او ټولې چارې د دوی تر واک لاندې ترسره کیږي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا وکیل توریالي طاهري وایي، د ولسوالیو له کبله آن د هرات ولایت مرکز د سقوط شـیبې شمیـري او که دولت یې پر وړاندې اقدام ونه کړي، ښایي یاد ولایت په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولویږي.

بلخوا بیا د یاد ولایت چارواکي په ولسوالیو کې د طالبانو فعال حضور مني خو زیاتوي چې د ولایت سقوط ستونزمن دی ځکه هلته د امریکایی ځواکونو پراخ پوځي مرکز شـتون لري، چې په وینا یې طالبان به ونه کړای شي، د یاد ولایت مرکز تر خپل کنترول لاندې راولي.

دغه راز ولایتي شورا وایي،چې په یاد شمیر ولسوالیو کې یواځې مرکزونو باندې دولت حضور لري او اړوند ساحات یې د طالبانو تر واک لاندې دي.
د طاهري په وینا، خلک ټولې حقوقي او جنایي فیصلې پرطالبانو حل کوی او دولتي مراجعو ته هیڅ  شتون نه لري.
نوموړی زیاتوي، د هرات په ښار کې له دط ګواښ سربیره د غلا، قتل او اختطاف په ګډون ګڼې جنایي پیښې زیاتې شوې چې خلکو ته یې جدي ګواښ جوړ کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close