ولایتي شورا: له فراه څخه د امریکایانو وتلو اندیښمن کړي یو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۱)

د فراه ولایتي شورا وایي چې له دغه ولایت څخه ټول بهرني ځواکونه وتلي، چې ځایي چارواکي او افغان امنیتي ځواکونه یې سخت اندښمن کړي دي

د ولایتي شورا مرستیال  شاه‌محمود نعیمي وایي،  د بهرنیانو تر وتلو وروسته اوس په ښار کې د طالبانو د بریدونو او د ښار د سقوط عمومي ویره خپره ده.

نوموړی زیاتوي، درۍ میاشتې وړاندې ایټالوي او امریکایي پوځیان فراه ته ورغلل،  چې له امله یې په ښار کې د چارواکو او امنیتي پرسونل مرال پیاوړی شو، خو اوس چې بیا ووتل نو یې د راتلونکي په تړاو دوی ته لا تشویشونه ایجاد کړي.

نعیمي وایي، لا معلومه نه ده چې بهرنیان ولې له فراه څخه ووتل خو په وینا یې چې د دوی حضور د فراه ولایت لپاره حیاتي ارزښت درلوده.
طالبانو اونۍ وړاندې خبر ورکړی وو چې په فراه کې یې بهرني ځواکونه د خپلو توغندویزو بریدونو په مټ وتلو ته اړ او له خپل پرسونل سره یوځای د هرات پر لوري وخوځیدل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close