ولایتی شورا: فاریاب دسقوط شیبې شمیري

په همدې حال کې د میمنې ښار اوسیدونکي وایي چې ښار په تولیزه بڼه د محاصرې رنګ خپل کړی او ورځ تربلې پر دولتي کسانو کړۍ راتنګیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۲ فرید افغان)

تر فراه وروسته طالبانو د فاریاب پر ولایت دمحاصرې کړۍ راتنګه کړې او د دې ولایت ولایتي شورا وایی چې د ولایت د سقوط وروستۍ شیبې شمیري.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني د سلام وطندار خبري شبکې ته ویلي چې؛ د دې ولایت د هرې ولسوالۍ دوه یا درۍ کلي دحکومت په ولکه کې دي او نورې ټولې سیمې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې راغلې.
طاهري ویلي؛ چې طالبان د دې ولایت په لوی اکثریت سیمو واکمن دي او زیاتوي چې که دولت یې پرضد عملیات پیل نه کړي لاریونونه به وکړي.
خو د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار د ولایتي شورا د رئیس څرګندونې نه مني او په وینا یې چې دا ډول خبرې د طالب جنګیالیو د مرال لوړولو په خاطر مثبتې نه بولي.
د والی ویاند د طالبانو پرضد له تازه پیلیدونکو عملیاتو هم خبر ورکړی چې په خبره یې د ولایت د سقوط مخه به ونیسي.
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند کریم یورش هم د عملیاتو له پیل څخه خبر ورکوي او په وینا یې چې د مرکز میمنې په اړه د ولایتي شورا د رئیس خبرې ناسمې دي.

په همدې حال کې د میمنې ښار اوسیدونکي وایي چې ښار په تولیزه بڼه د محاصرې رنګ خپل کړی او ورځ تربلې پر دولتي کسانو کړۍ راتنګیږي.

بل پلو د فراه ولایت امنیتي مسؤلین وایی چې طالبان د ښار امنیتي کمربندونو ته رسیدلي خو په وینا یې چې مخه یې باراني اورښتونو نیولې.
د دې ولایت ولایتي شورا او آن حکومتي مسؤلین د سقوط شیبې لنډې بولي او په خبره یې چې له دې ولایت څخه د ایټالوي عسکرو له وتلو وروسته یې هیلې مړاوې شوې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close