ولسمشره! دا ولس نور له تا کرکه لري

ليکنه: غورځنګ

ولسمشره!

په لومړي سر کې کله چې ته افغانانو ته د نړيوالو مفکرينو په نوملړ کې معرفي شوې، نو افغانانو درپورې زښتې زياتې هيلې وتړلې، داسې فکر يې کولو چې ګواکې افغانستان به نور په خپلو پښو ودرېږي، له اقتصادي، تخنيکي او هر لحاظه به د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودرېږي، افغان ولس فکر کاوه چې غني به مو د غني  افغانستان په لور رهي کړي، د ولس ځوانان به په کار ولګوي او نور هر ډول خدمت به وکړي.

خو ولسمشره!

ولس بېچاره څه خبر وو چې ته يوازې د غرب لپاره مفکر يې، ته د غرب د شومو پلانونو د پلي کولو لپاره نړيوال شخصيت يې! ته دا ولس د پنجابي په نوم داغې، بيا يې ځوانان زندانونو ته وړې او ماشومان او ښځې يې په بې رحمانه ډول وژنې، ولس څه خبر وو چې ته به يې هېواد له اقتصادي رکود سره مخ کوې، ان تر دې چې غوڅ اکثريت ځوانان به دې ته ستا له لاسه مجبورېږي تر څو خپل پلار، مور، سيمه او هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو د نفقې د ګټلو او بې وزلۍ له امله په کلونو کلونو مسافري وکړي.

ولسمشره!

مخکې خو به مو شف شف درته کول خو نن به يې درته شفتالو کړو چې دا ولس ستا د کړنو له امله نور له تا کرکه کوي، دا ولس نور تا ته په خپلو زړونو کې ځای نه درکوي، دا ولس تا په پرديو لېوانو رېز مرېز کړ، ځکه نو اوس غونډو ته ستا د راتګ مخه نيسي.

تا چې پرون د لر پښتون د يوه فرد پر مړينه دومره ژور خفګان وښوده چې په اړه دې يې ټويټ وکړ، وژنه دې ورته وغندله او لويه ضايعه دې وبلله په داسې حال کې چې نن دې د نړيوالو وحشيانو په مرسته په هلمند کې لسګونه ماشومان ووژل او کورنۍ دې ورته د وير په ټغر کېنولې او بيا يې په اړه له خولې سپڼ هم نه باسې، بلکې په سپين سترګۍ يې ترهګر هم بولې.

ته چې د ارمان لوڼي مرګ د نړيوالو نورمونو خلاف بولې، نن د هلمند شهيدانو ته کوم ډول بهانه جوړوې؟

افسوس!!! د ارمان لوڼي پر مرګ ټويټ کوې، خو د خپل ولس د وژلو لپاره بيا له نړيوالو وحشيانو او کرايي قاتلانو مرسته غواړې! دا د جمهوري رياست کوم ډول اصول دي؟

ولسمشره!

نن چې د شينوارو ولسونو ستا د خبرو پر وړاندې کلک او توند غبرګون وښوده، بايد پوه شې، چې په هره سيمه کې ستا قدر او عزت په همدومره اندازه دی، تر دې زيات نه دی، ته بايد فکر وکړې، چې ولس ولې له تا کرکه لري؟

ته خو په خپلو ويناوو کې وايې ( نه غواړم چې د امير محمد يعقوب خان او شاه شجاع په څېر ژوند وکړم چې د ګندمک معاهده امضا کړم) خو نن د هلمند د بمبارد له امله ځان په کومه ګټګورۍ کې حسابوې؟

کله چې شينوارو ته راغلې او غوښتل دې چې د هلمند غميزه په خپلو مکرجنو خبرو پټه کړې، نو ولس درباندې وپوهېده، بيا يې ستا پر وړاندې په مظاهرو پيل وکړ. نو اوس ځان په کومه ګټګورۍ کې حسابوې؟

ولسمشره! نور نو افغان ولس په خپلو احساساتي خبرو نشې خطا ايستلی، ولس وپېژندلې چې ستا د ګټو ثمره ټوله غرب ته ځي افغان ولس ته يوازې مرګونه ډالۍ کوې او وينې يې په پرديو پلورې.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close