ولسمشره! راځه چې ترې تېر شو

لیکنه : محمد خان

ولسمشره! ستا له راتګ سره سم اورو، چې طالبانو د بدخشان يمګان ولسوالۍ ونيوله، د کندز چاردره ولسوالۍ د طالبانو په لاس له سقوط سره مخ ده، د هلمند نوزاد د طالبانو لاس ته لوېږي، د غزني مرکزي زندان طالبانو مات کړ او… .

ولسمشره! دا څه حال دی؟

دا خو لا پرېږده،خپل دولت مو خبره نه مني، کله چې فرمان صادر کړې، عبدالله يې نه مني، کله يې عطامحمد نور تر انتقاد لاندې نيسي او کله هم کريم خليلي پرې نيوکه کوي.

نو ولسمشره! ډېر بد حال دی، راځه چې له دې ولسمشرۍ تېر شو.

اوس هم وخت لرو، چې بل هېوا د ته پنا يوسو، کنه! بيا به مو طالبان تر ستوني نيسي او په کومه څلورلارې به راځړوي، يا به مو د ډاکټر نجيب په برخليک اخته کوي.

خو راځه! چې مخکې له مخکې ورته وطن پرېدو.

پرېږده! دوی پوه شه او وطن يې پوه شه. هسې هم په پردي وطن کې رالوی شوي يو، دلته مو قدر نشته، څوک مو خبره نه اوري، د ډيموکراسۍ قوانين مو پلي نه کړل، په دفترونو کې مو پتلون رواج نه کړ، نور به نو دلته څه وکړو؟

راځه، چې ولاړ شو، هسې مو هم صحت ښه نه دی ولسمشره! هر وخت د تدواۍ لپاره منډې نشو وهلای،همالته به چېرته سمه تداوي وکړو او غلي به کېنو.

والله که خو په دې بې معنا ولسمشرۍ کې ګټه وي، هر څوک راته ستغې سپورې وايي، انتقادونه او نيوکې راباندې کوي.

ولسمشره! په خدای سر ته مو خطر دی، هلته مو پاکستان نه پرېږدي، راته وايي دا مقرر کړه او دا له دندې ګوښه کړه.

ولسمشره! په خدای په حال مو ژړا په کار ده، بايد وژاړو.

نه مو نړيواله ټولنه خوشاله کړه او نه مو خپل هېوادوال خوښ وساتل.

خو ولسمشره! اوس که وژاړو هم، د چازړه  راباندې نه خوږېږي او وايي ،چې له مکر او فرېبه ژاړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close