ولسمشره! طالب ستا د دولت له کوم بانډ سره سوله وکړي؟؟؟

ليکوال: غورځنګ

ولسمشره!! دا خو هر څوک مني چې په هېواد کې دې سوله، امن او سوکالي وي او بل دا چې شايد په دې ته هم پوه يې چې د هېواد او ولسي وګړو دغه ستر ارمان ته طالبان له هر چا زیات وفادار دي او په هر صورت غواړي چې هېواد ته سوله او سوکالي راوړي تر څو د افغانانو عزتونه خوندي شي، افغانان په يوه ټغر سره کېني، کونډو ته څادر ورپه سر شي او هېواد مو د ابادۍ په لور ګامونه واخلي.

خو دا چې ته وخت ناوخته په رسنيو کې ادعا کوې، چې ګواکې طالبان د سولې پر وړاندې خنډ دي او نه غواړي چې له افغان دولت سره سوله وکړي، همداشان طالبان هم په بار بار په خپلو اعلاميو کې وايي چې مونږ له افغان حکومت سره سوله نه کوو.

نو راځو دې ته چې که چېرته طالبان اعلان وکړي چې له افغان حکومت سره سوله کوو او اماده ګي وښيي، نو دا به څوک معلومه کړي چې طالبان د افغان دولت له کوم اړخ سره سوله وکړي؟ ځکه چې افغان دولت خو په مختلفو بانډونو وېش شوی دی، سمتي، ژ بني او نور ډول ډول تعصبونه پکې شتون لري، نو په داسې حال کې به طالبان له چا سره سوله وکړي؟

ولسمشره!!

ته چې وخت ناوخته له طالبانو غواړې چې راشي او اساسي قانون ومني، په داسې حال کې چې اساسي قانون لومړی ته او ستا نور لوړ پوړي دولتي چارواکي تر پښو لاندې کوي، نو طالبان به داسې اساسي قانون درسره ومني کوم چې لومړی مخالف يې ته يې؟

ايا دا په اساسي قانون کې شته چې د خپلو ولسي وګړو په خلاف له بهرنيو قوتونو مرسته غواړه او بيا يې پرې وژنه؟

ولسمشره!!

ته چې طالب ته د سولې او روغې جوړې بلنې او دعوتونه ورکوې نو که طالب سولې ته تيار شي، ستا د ادارې له کوم سر سره به سوله کوي؟ له تا سره؟ که له ډبل عبدالله سره؟

يعنې ستا اداره خو د جانکيري دوه سرې اداره ده په داسې حال کې چې ته بېل فکر لرې او عبدالله بيا بېل فکر لري، ته خپل کار کوې او عبدالله خپل، ته د عبدالله خبره نه منې او عبدالله ستا، نو په داسې حالاتو کې طالب ته څنګه د سولې په اړه زارۍ کوې؟

ولسمشره!!

تا چې په رسنيو کې وويل: چې طالبانو ته به په هر ولايت کې چې دوی وغواړي دفتر ورته خلاصووم، او امنيت يې هم ساتم، په داسې حال کې چې ته پخپله په ارګ کې هم لس قدمه پياده نشې ګرځېدای، نو د طالب د دفتر امنيت به څنګه خوندي وساتې؟

ته د عامو ښاريانو امنيت نشې تضمينولی نو د طالبانو د دفتر امنيت به څنګه وساتې؟ بيا نو په داسې حال کې ولې له طالبانو غوښتنه کوې؟ چې سوله راسره وکړئ؟

ولسمشره!!

د حزب اسلامي ګوند له مشر(ګلبدين حکمتيار) سره خو دې د سولې تر نامه لاندې ډېرې ژمنې کړې وې، ايا هغه دې عملي کړې، آيا ستا له په دغو ژمنو د بې وفايۍ له امله اوس ګلبدين په خپله تسليمۍ پښېمانه نه دی؟

نو طالبان به له دا ډول تجربو سره سره ولې له تا سره سوله کوي؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close