ولسمشر اشرف غنی او د باران لپاره د تهجدو لمونځ

ع. اسد خیل

یو متل دی چی وایی یو ځان شرموی او دا بل قام شرموي.

دا متل د هغه غافل مشر په اړه هوښیارانو ویلی دی چی د خلکو مشری یی هم په غاړه وي او بیا هم ورڅخه داسی اعمال صادریږی چی هغه نه یواځی هغه ته بلکه د هغه کشرانو ته هم د لمنی داغ وی.

د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت چی د له اوږدی مودی نه د اسلام د سرلوړی لپاره له هیڅ راز قربانیو ډډه نده کړی، خو متاسفانه چی د ځینو غافلو مشرانو د ناکردو له کبله ورباندی داسی نا اشنا مشران مسلط شوی دی چی نه یواځی دا چی ځانونه یی په سپکو سپک کړل بلکه د خپل عظیم ملت او سترقوم برم یی هم د نړیوالو په وړاندی لوڅ لغړکړ.

لری به نه ځو رابه شو د ولسمشر اشرف غنی په دریم ځل سهوه کیدو ته، لوستونکو ته په یاد وی چی د ولسمشر د عاشورا د ورځی په مناسبت د هیواد په تلویزیونو راښکاره شو او د عاشورا په مناسبت پیغام یی ملت ته واوراوه، او د پیغام په ترڅ کی یی وویل چی: امام حسین نواسه خدا!!! یعنی امام حسین د خدای لمسی!!! چبی په سبا یی بیرته د همدغو تلویزیونو له لاری له ولس نه او په ځانګړی توګه له شیعه توکم نه بخښنه وغوښته.

که وپوښتو چی آیا دی ته سهوه ویل کیدای شی؟؟؟ او که ناپوهی؟؟؟ سهوه هغی ته وایی چی ژبه لغزش وکړی، دا خو لغزش نه دی بلکه دا یوه داسی ناپوهی ده چی یو له یوه کوچنی ماشوم نه به مو هم دغه ډول بیهوده خبره نه وی اوریدلی. خیر په هر ترتیب خلکو وویل چی ځه انسان دی او انسان له خطا سره دی، خلکو زغم وکړ او ویی ویل چی نوموړی ګرم نه دی ټول عمر یی په خارج کی تیر کړی دی، بله ورځ د اسیای میانه هیوادونو په سفر ولاړو او هلته یی بیا دغه ډول د ناپوهی نه ډکه تیروتنه وکړه او د اسیای میانه هیوادونو د مشرانو په وړاندی یی داسی پوچه خبره له خولی ووتله چی هغوی هم ورته ګوته په غاښ شول، هلته یی وویل چی بخاری شریف هغه کتاب دی چی د رسول الله د احادیثو نه وروسته دا تر ټولو ستر کتاب دی!!!؟ حال دا چی بخاری شریف ټول مسلمانان پیژنی چی دا پخپله د احادیثو یومعتبر کتاب دی چی د الله له کتاب نه وروسته تر ټولو غوره کتاب هم دادی ( اتفق العلماء علی انه اصح الکتب بعد کتاب الله). او بالآخره ابله ورځ یی وویل چی په افغانستان کی د رحمت بارانونه ځکه پیل شول چی ده د دی باران لپاره د تهجد ډیر لمونځونه کړی وو چی هدف یی د استسقاء لمونځ و. د اسلام نه د غافل ولسمشر د دغه ډول څرګندونو پوری د نړی ټولو مسلمانانو وخندل او د افغانستان په دین مین ملت په اړه یی له سره په غور کولو شروع وکړه، خو غافل ولسمشر سره له داسی ډول غلطیو بیا هم دی متل ته نه متوجه کیږی چی ( د چرګ د مالګی څټلو سره څه کار)یا دا چی ترکاڼی د بیزو کار نه دی) ولسمشر ته خپل ځان ښه معلوم دی چی له اسلامی علومو نه څومره لری پاتی شوی دی باید یا خو یو قوی اسلامی سلاکار ولری او یا اقلا د اسلامی معلوماتوپه اړه له څرګندونو ډډه وکړی، ځکه چی دا د افغانستان د غیور ملت غوښتنه ده، په دی وجه چی دغه قهرمان او شهید روزنکی ولس ته یو سپکاوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close