ولسمشر او اجرائيه  رئیس د ډونالډ ټرمپ لیدنې لپاره امریکا ته ځي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۲) زرغون خوږیاڼی

ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیدنې لپاره امریکا ته ورځي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې د افغانستان دواړه مشران د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ښو او ځانګړو اړیکو جوړونو په لټه کې دي او دوی به هر یو د ټرمپ سره ځانګړي لیدنې وکړي.

 اوسمهال چې په امریکا د اوباما د ولسمشرۍ وروستۍ شپې دي او نږدې یوه میاشت وروسته به د سپينې ماڼۍ په درشل د امریکا میلیاردر تجار ډونالډ ټرمپ ورننوځي، د هیواد دواړه لوړپوړي چارواکي غواړي په راتلونکي کې له ټرمپ سره ښې اړیکي ولري، تر څو یې د افغانستان په اړه ذهینیت هر یو پر خپله خوا راوڅرخوي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ اختلافات اوج ته رسیدلي او ولسي جرګې یې هم په اړه اندیښنه ښودلې ده. د ولسي جرګې د غړیو په وینا د دواړو مشرانو تر منځ خپلمنځي اختلافات به هیواد د نورې نا امنۍ په لوري بوځي او هیواد به د یوه لوی ناورین سره مخ شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close