ولسمشر بايد د فساد ضد يوه بله محکمه هم جوړه کړي!

لیکوال:م.جمیل باور

څلور کاله وړاندې چې افغانستان کې د ملي ائتلاف په نامه يو بې صلاحيته او د مصلحتونو او شخصي ګټو په بنسټ جوړ حکومت کار پيل کړ، د افغان ولس په سترګو کې د خاورو اچولو په پار يې د فساد په وړاندې د جدي مبارزې نغارې وهلې.

د واک په لومړيو ورځو کې ولسمشر ، ددې لپاره چې د فساد پر وړاندې ځان جدي وښيي، ځینې سمبوليک اقدامات وکړل، مثلا: په ارګ او نورو دولتي ادارو کې د بې ځايه لګښتونو کنټرول، ګمرکونو کې د فساد د مخنيوي لپاره د ډيجيټلي سيسټم د فعالولو خبره، او دغه راز د فساد ضد عالي او فوق العاده محکمې جوړول.

که څه په ظاهره د ولسمشر هڅې جدي ښکارېدې، خو له څو کلونو وروسته نړۍ والو ادارو د خپلو ارزونو په مرسته د حکومت له اصلي څېرې پرده پورته کړه او د حکومت د اصلاحاتو دعوې يې رد کړې.

چې تازه بېلګه يې د امريکا له لوري د افغانستان سره د شويو تش په نامه مرستو سرمفتش سیګار، پخپل راپور کې وايي، ټاکل شوې وه، رولا غني به په حکومت کې د ښځو د ګډون په پلمه، ۵۷زره ښځې روزي، خو یوازې ۵۵ تنه يې روزلې دي.
د بشري حقونو دفتر بیا خبرداری ورکړی، چې له افغان ښځو سره د مرستې په نوم د امریکا ۲۰۰ میلیونه ډالر مرسته به بنده شي.
پروموټ؛ چې په ۲۰۱۴م کال کې يې کارونه پیل کړل د رولا غني له خوا د «یو اس اې ای ډې» په مرسته پر مخ وړل کېږي.
په دې پروګرام کې د ښځو د ګډون لپاره مشخص عمر د ۱۸-۳۵ تر منځ ټاکل شوی دی.

رولا غني که څه د دې راپور جزئيات تائدوي، خو د پړې ګوته بهرنيو مرسته کوونکو ته نيسي، چې ګواکې همدوی د دې روپيو په بېرته ويستو کې لاس لري.
عجیبه دا ده چې بهرنيان لومړی د فاسدو خلکو په ګمارلو فساد ته زمینه مساعده کړي، او بيا يې فساد کې د ښکېلتا په اړه راپورنه نشروي!

دا لومړی ځل نه دی چې د حکومتي لوړپوړو چارواکو فساد کې د ښکېلتيا راپورنه مخې ته راځي، بلکې نژدې ټوله اداره، ان د فساد ضد څارنوالۍ مشران هم په دې ناوړه عمل کې لتاړ ګڼل شوي دي، چې پايله کې يې د افغانستان نوم د فاسدو هيوادونو نوملړ کې د پيل مقام لري.

د فساد دمخنيوي لپاره تر ټولو غوره او اغېز لرونکې لاره داده، چې له الله وېرېدونکي، په دين او هيواد مين او ملي ګټو ته ژمن خلک په دندو وګمارل شي، کنه دا ستونزه هره ورځ زیاتيږي، چې دا دی ان دګډوله حکومت دمشر تر کوره ورسېده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close