ولسمشر دخپلو سره جګړه خو له پردیو سوله غواړي

سرلیکنه

دتېر ۲۰۱۵میلادي کال په پای کې چې په اسلام اباد اسیازړه کنفرانس کې د افغانستان دسولې لپاره د څلورو هېوادونو امریکا، چین، پاکستان او افغانستان لخوا هلې ځلې پېل او څلوراړخیزه کمیټه جوړه شوه  دا ژمنه پکې شوې وه که کوم وسله وال طالبان سوله نه غواړي او د جګړې لاره نیسي پرخلاف به ېې قدم پورته کړل شي . په کابل او اسلام اباد کې څلور پرلپسې غونډې وشوې ؛ خو د سولې هدف مذاکراتو ته د طالبانو په نه حاضریدو ترلاسه نه شو.

خپله دملي یووالي حکومت سولې ته ډېره لیوالتیا ښوده د هېواد په داخل او هم په  بهرکې افغان کډوالو دخپل ژوند ټولې خوښۍ دهمدې سولې پورې تړلې وې ؛ خو ددې ستر ارمان په نه پوره کیدو سره دافغان دولتي چارواکو لخوا د ناهیلیو په څرګندولو سره پر پاکستان د افغانستان په سوله کې د نه صداقت څرګندونې وشوې ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو په اړه وویل څوک چې راسره جنګ کوي جنګ ته ورسره چمتویو  او پرپاکستان یې هم خپله جذباتي ویناکې بې باوري څرګنده کړه .

اوس یوځل بیا ولسمشرویلي پاکستان که رښتیاپه افغانستان کې سوله غواړي، سولې ته دغاړې نه ایښودلو طالبانو پرخلاف دې پوځي عملیات پیل کړي او یادې موږ ته دمحاکمې لپاره راوسپاري .

دپاکستان په بهرنیواړیکوکې د صدراعظم نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز دولسمشر په ځواب کې په اسلام آبادکې یوې مطبوعاتي غونډې ته  وویل:

موږ په خپله خاوره کې دطالبانو پرخلاف پوځي عملیات نه کوو سرتاج عزیز وویل که مسئلې او شخړې په جګړو حل کیدای نو په افغانستان کې د۲۰۰۱میلادي کال راپدیخوا جګړې روانې دي ؛ خو روانه شخړه پرې حل نکړاي شوه .

په هېوادکې دجګړې دپای ته نه رسیدا لاملونه به نورهم وي خو یولامل ېې دادی  چې دملي یووالي حکومت په داخل او هم دبهرنیو هېوادونو لپاره یوه د سیاسي اړیکو ځانګړې اداره نلري دپاکستان او نوروګاونډیواو دسیمې له هیوادونونه سرټکوي چې دافغانستان په مسئله کې صادقانه کړنې نه کوي ځينې وخت خو ېې په لاسوهنو هم تورنوي او بیا ترې پرې دلګولو شوو تورونو سره سره  دسولې غوښتنه هم کوي .

داڅرنګه پالیسي ده چې دخپلوسره دجنګ اعلان کوي اوله  پردو هېوادونو سوله غواړي؟

ترڅو چې دملي یووالي حکومت دخپلومخالفینو، اوهم ګاونډیواودسیمې دهیوادونوسره خپله پالیسي بدله نکړي، دسولې اختیار په خپل لاس کې وانخلي، دیوې تلپاتې سولې او دجګړي دپای ته رسیدوپه لاره قدم کېنږدي  په افغانستان کې سوله ممکنه نده .

په هېوادکې هغه وخت سوله راتلاې شي چې دوست ته دوست ،خپلو ته خپل وویل شي . پردي یاګاونډی هېوادونه به دسولې په اړه همکاري وکړي خو سوله هغه وخت راتلاې شي چې دخپلو سره دجګړې پرځاې  دسولې لار ونیول شي .

د۲۰۰۱میلادي کال راپدیخوا په زرګونو پوځیانو جګړې وکړې په زرګونو پوځي او ولسي وګړي پکې ژوبل او ووژل شول خو سوله رانغله او که دملي یووالي حکومت دسولې لپاره پاکه اراده وکړي دهېواد علماء کرام، قومي مشران ، علمي پوهان او څو خیرغوښتونکي اشخاص سره راټول کړي د هېواد دشهیدانو ، یتیمانو ، او ولس سرښندنې او قربانۍ په نظرکې ونیول شي حتمي ده چې دهېواد په اسمان به دسولې او سوکالۍ لمر راوخیژي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close