ولسمشر د امریکايي استخباراتو برعکس د ټرمپ سټراټيژي ”مؤثره“ بولي

کابل.کام ــ د وږي ۲۲مه، ۱۳۹۷:

ولسمشر اشرف غني د امریکايي استخباراتو برعکس د افغانستان لپاره د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سټراټيژي چې اوس یې څه باندې یو کال پوره کېږي مؤثره بللې ده.

اشرف غني دا څرګندونې له یوې امریکایۍ رسنۍ VICE News سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي د مرکې په پیل کې د خبریال دې پوښتنې ته چې ايا په افغانستان کې د ټرمپ سټراټيژي بریالۍ ده، ویلي چې د جنوبي اسيا لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سټراټيژۍ موخه ”جګړې ته دوام ورکول“ نه دي، بلکې موخه یې په منځنۍ اسیا کې د یوه ”باثباته افغانستان“ رامنځته کېدل دي.

د وایس نیوز رسنۍ خبریال له اشرف غني پوښتنه کوي: تاسې داسې مهال د دې سټراټيژۍ د بریا او پرمختګ خبره کوئ چې تر ۱۷ کلونو جګړې وروسته اوس د افغانستان امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب دی. اشرف غني ځواب ورکوي: زه د لومړیو څوارلسو کلونو مسؤل نه یم، څوک چې مسؤل دي هغه کسان باید ځواب ورکړي.

ښاغلي غني پر غزني ښار د طالبانو د برید په اړه ویلي چې پر ښار د طالبانو د برید پر مهال تر ۷۲ ساعتونو پورې کره استخباراتي معلومات نه وو ورته رسېدلي، او د کره معلوماتو تر ترلاسه کېدو ۱۲ ساعته وروسته یې ځواکونو غزنی ښار له طالبانو بېرته ونیو.

ولسمشر اشرف غني داسې مهال د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ډونلډ ټرمپ سټراټيژي کارنده بولي چې پخپله امریکايي استخباراتو او له پوځ پرته نورو لوړپوړي چارواکو دا سټراټيژي ناکامه بللې ده.

دوې اوونۍ وړاندې، نوموتې امریکایۍ ورځپاڼې، وال سټريټ ژورنال، ویلي و، ”د امریکايي حکومت خپل رپورټونه ښيي چې تقریبا په هر ډګر کې د امریکا او افغان [حکومت] له هڅو متوقعې هیلې نه دي پوره شوي.“

د ورځپاڼې په خبره، ”په جون میاشت کې د پنټاګان له له لوري د یوه خپور شوي رپورټ له مخې، افغان حکومت د نفوس پر ۶۵ سلنه کنټرول لري، پاتې یې د طالبانو یا نورو وسله والو تر کنټرول لاندې ده او یا هم جګړې پکې روانې دي. دا په ۲۰۱۶ز کال کې پر سیمو د حکومت د کنټرول په پرتله یو څه کمه سلنه ده – او د ټرمپ د سټراټيژۍ تر اعلانولو وروسته هم تقریبا هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی.“

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close