ولسمشر د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره ۱۲ غړي وټاکل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲) زرغون خوږیاڼی
د ارګ مطبوعاتي دفتر ویلي دي، چې ولسمشر اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي کمیسون ته د ور پیژندل شویو له ۳۶ غړیو څخه یادو کمیسیونونو ته ۱۲غړي ټاکلي دي.
د تېرې پنجشبې په ورځ د غوراوي کمېټې ۲۱ کسان د ټاکنو خپلواک کمېسون او ۱۵ نور د ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي کمېسون لپاره غوره کړي و، چې یاد کسان ولسمشر اشرف غني ته هم ور پېژندل شوي وو، د یادې کمیټې په وینا د افغانستان ولسمشر له سیاسي مشرانو او مدني بنسټونو سره له لسو ورځو سلا مشورو وروسته د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د ټاکنو کمېسیون ته ۷ غړي او د ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي کمېسیون ته ۵غړي ورپيژندلي او ټاکلي دي.
ولسمشر اشرف غني ویلي،چې د کاندیدانو په غوره کولو کې په بې پرې توګه سره د هغوی وړتیا په نظر کې نیول شوې ده، نوموړی زیاتوي چې په دې برخه کې ژبني، قومي، سمتي او نورو تعصبي اړخونه له پامه غورځول شوي دي.