ولسمشر غني او د افغان ارزښتونو سپکاوی

ليکنه: منیب الرحمن رحماني

د ولسمشر غني د راتګ سره د هغه عجيبو او غريبو حرکتونو ته يا د هغه په اړه دا خبرې چې هغه د غرب او غربي افکارو افراطي مبتلا دی ډېری خلکو هسې آوازې او تبليغات ويل.

خو د وخت په تېرېدو د افغانستان په دې ستونزمنو حالاتو کې د هغه دريځ او موقف انسان دې ته اړ کړي چې د ولسمشر غني په هکله يو ځل بيا فکر وکړي.

ولسمشر غني د ولسمشر ټاکل کېدو وروسته دديني قوانينو سره سخت نابلده و او ډېرو غلطيو سره مخ شو خو ددې هخوا هغه ډېر داسې نادر کارونه وکړل چې ددوه ګرامه مغز څښتن یې هم تشخيص کولی شي.

لومړی‌د هغه حکومت د سولې لپاره يا په طالبانو د فشار ځينې مشخصې کړی د ملکي خکلو په نامه جوړې کړې،لنډ او اوږده مزلونه یې وکړل اخر د هغه ډلو موقف او خبرې د ناټو د دريځ څخه هم افراطي و.

ناټو وايی چې د يوې موافقې په بنسټ غواړي افغانستان ترک کړي خو دوی وايي چې کله افغانستان کې امن راغی کله ملي پوليس او اردو قوي شوه بيا به ناټو هيواد ترک کړي.

يعنې دوی اوس هم پدې باور دي چې ناټو به افغان پوځ سمبال کوي او امنیت به راولي.

دوهم پدې حکومت کې د ښځو په نامه‌ خېمې ووهل شوې يا طالبانو ته ليکونه واستول شول،نو پداسې يو حالت کې چې ملک اشغال وي شپه او ورځ پردي کفري ځواکونه په يو او بل نوم خلک وژني.

حکومت دې ټولو ته چوپ وي او بيا ددې ښځو ليک استول څه معنا لري؟ دا ښڅې که د افغان ملالی رنګ درلودی نو اول به یې لوی فساد امريکا ته ګوته نيولې وه.

د افغان ملت او بيا خصوصاً ښځو استفاده د خپلو سياسی اهدافو لپاره افغان ارزښتونو ته سپکاوی دی.

د ملکي وګړو د وژنې په هکله ولسمشر غني تل سکوت کوي،او د حیرانتیا ځای دادی چې هغه حتی د امریکا له طرفه د لسګونو افغان پوځيانو په وژنې هم غبرګون نه ښيي.

د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره به په پټه شاه شجاع هم هڅې کولې خو اشرف غني د شاه شجاع څخه ډېر مخکې ولاړ هغه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ليک ولیږه چې زه به مصارف کم کړم خو ته خپل ځواکونه مه‌ وباسه.

ددې ټولو سره سره هغه د غيرې پښتنو رايو خپلولو لپاره دري ژبه د هیواد تاريخي او اصلي حکومتي ژبه تعريف کړه او پښتو اوس هم د ارګ د مکتبونو ۱۰٪ برخه نه جوړوي.

هغه ددې هم مخکې ولاړ او د احمد شاه بابا نيولې تر حامد کرزي پورې يې ټول افغان مشران يو د بل قاتلین ،زورواکي‌ وګڼل او ځان یې په اشغال شوي هيواد کې،چې د امریکا د نظامي او مالي مرستو پرته دده په وينا شپږ مياشتې دوام نشي کولی منتخب ولسمشر اعلان کړ.

هغه پدې هم بسنه ونکړه او هغوي چې د افغان ملت په سرونو یې مېخونه ټک وهل،هغوی چې د خلکو سينې یې غوڅې کړې،د چوکی لپاره یې کابل وران کړ او په داخلي جګړو کې یې په لسګونه زره افغانان ووژل ده ورته د ملي اتلانو لقب ورکړ او ويې ويل چې دی به دا اتلان د ملي بحث مرکز وګرځوي.

هغه دې قاتلینو ته د اتلانو لقب ورکړ خو افغان پادشاهان چې په هندو یې کلمه وويله،هغوی چې هېواد یې د لويو ناورينونه وژغوره او ننی جغرافيه یې وساتله هغوی ته ده زورواکي او قاتلین وويل.

په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره داسې ارزښت نشته چې ده نه وي سپک کړی پلویان یې بيا هرسپکاوی د‌هغه لوړ سیاست ګڼي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close