ولسمشر غني د پښتون ژغورنې ګوند غړي پر وژلو اندېښه ښيي خو پر خپل ولس امريکايي بمباردونه کوي

ليکنه: غورځنګ

ولسمشره غني د خپل ولس د وژلو لپاره له غربيانو د هوايي ځواکونو د زياتولو او کارولو غوښتنې کوي، خو د کرښې ها خوا د يوه شخص پر وژلو بيا ژور خفګان ښيي.

څه موده وړاندې په کندوز کې پر يوه ديني مدرسه په داسې حال کې د اشرف غني د طيارو لخوا بمبارد کېږي ،چې وړوکي او معصوم ماشومان پکې د دستاربندۍ پر مراسمو بوخت وو، خپل او خپلوان يې ورته راغلي وو تر څو خپلو ماشومانو ته د ګلونو هارونه ور واچوي، مګر د کاواکه ادارې مشر يې پر دغو ارمانونو خاورې واړولې، کله چې بيا رسنيو د پېښې سپيناوی وغوښته، امريکايانو وويل چې موږ په دې پېښه کې لاس نه لرو، خو ولسمشر په ډېره سپين سترګۍ وويل: چې په دې پېښه کې  ټول وژل شوی ماشومان نظامي طالبان دي، اما اوس د ارمان لوڼي د مرګ پېښه غني ته د خپل هېواد د دوو سوو تنکيو ماشومانو تر پېښې ډېره درنه معلومیږی ځکه يې نو پرې ژوره اندېښنه وښوده او د کندوز په پېښه يې پر ځای د دې چې خفګان وښيي يا يې له کورنيو څخه معافي وغواړي، په رنګارنګ تهمتونو او الزامونو يې ونومول.

ولسمشر غني که د کرښې هاخوا پښتنو پر مرګ ژوبله خفه کېږي، نو ولې د دې خوا پښتانه په بې رحمانه ډول وژني؟ آيا دا خلک پښتانه نه دي؟ او که دی د هاخوا پښتنو ولسمشر دی، داسې خو هم نه کېږي، چې پر خپل ولس امريکايي بمونه وروه! خو د پردي ولس د يوه وګړي پر مرګ ژور د ژور خفګان اظهار کوه!

همداشان خپل ولس په رنګارنګ تهمتونو رنګوه! بيا يې د پرديو په لاس وژنه! يا يې ناموسونه لوټه! او يا يې هم پر کورونو شپنۍ چاپې اچوه! خو د بل پر مرګ بيا په رسنيو کې د خفګان ښکارندويي کوه! د خپل ولس  پر تنکيو ځوانانو باندې زندانونه ډکوه! غربيان پرې خوشحالوه! او له غربيانو څخه يې د وينو قېمت اخله! خو د بل پر مرګ خپله مکرجنه اندېښه ښکاره کوه! دا خو د ولسمشر لپاره څه چې د يوه عام وګړي لپاره هم نه ښايي.

ولسمشر غني که چېرته د کرښې ورهاخوا د يوه شخص پر مرګ باندې ژور خفګان ښيي نو بيا يې د امير عبدالرحمن پر ناولي ميراث (ډيورنډ) کرښه ولې له پاکستان سره د اغزن سيم تاوول ومنل؟  بيا يې د دې تر څنګ پر افغانانو ګاونډي هېواد د تګ لپاره ولې پاسپوټونه جبري کړل؟

دا چې ولسمشر غني اوس د پښتون ژغورنې ګوند د يوه غړي پر وژل کېدو خفګان ښيي نو د دې پر ځای دې پر خپل ولس ورحمېږي، پر خپل ولس دې د امريکايانو بمبارونه، شپنۍ چاپې او نور ظلمونه بند کړي، له زندانونو دې خپل بې ګناه ولسي وګړي ازاد کړي، دا نو کومه توره ده چې خپل ولس په خپلو لاسونو د مرګ کندې ته غورځوه! او د بل پر مرګ بيا ژور خفګان ښيه!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close