ولسمشر غني نن د ولسي جرګې د اتم کال  شپاړسمه دوره په غیر قانوني توګه پیل کړه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۶ فرید افغان)

نن د ولسي جرګې ژمنۍ رخصتۍ پای ته ورسیدې او وکیلان له ۴۵ ورځو وروسته ملي شورا ته حاضر شول.
وکیلان هر کال ۴۵ ورځې ژمنۍ رخصتي لري تر څو په دې موده کې له خپلو مؤکلینو سره له نږدې وګوري او د هغوی د ستونزو او مشکلاتو تر اخیستلو وروسته د هغوی غږ تر کابینې او ولسمشر پورې ورسوي.
خو دا چې سږکال هم د تیر په څیر غوڅ اکثریت وکیلانو د مؤکلینو پرځای په هند دوبۍ او نورو اروپایي هیوادونو کې په شخصي کاروبارونو یا هم سیاحتي چکرونو تیر کړ کومه نوې خبره نه وه.
که څه هم په اساسي قانون کې د ولسي جرګې کاري موده پنځه کاله ښودل شوې او ټاکل شوې وه چې دا موده د ۱۳۹۴ کال کې پای ته ورسیږي، خو د ولسي جرګې د نن غونډه د اتم کال ۱۶ دورې ناسته وه چې د حقوق پوهانو په آند کاملاً غیر قانوني بڼه لري.

د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني ننۍ ناستې ته وویل؛له نیکه مرغه په اول ځل د هیواد د کانونو د سکتور لپاره د لارې نقشه جوړه شوې ده او تر دې وروسته به له کانونو څخه استفاده د یوې جامع او واضح لیدلوري په اساس وي.
نوموړی وویل؛ پر خپل وخت د انتخاباتو پیل ته ژمن دی او دا بهیر به خامخا پیلوي .
غني پر طالبانو هم غږ وکړ چې سوله وکړي او د هیواد دترقۍ لپاره کار وکړي.
غني وویل؛ زموږ اوبه زموږ عزت دی او هڅه کوو د بیځایه لګولو او ګاونډیانو ته په ورتګ یې بندیزونه ولګوو.
د سیاسي چارو کارپوه او د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وایي؛ د ولسي جرګې د کاري مودې غځول کاملاً غیرقانوني کړنه ده او په وینا یې چې اوسنۍ ولسي جرګه هیڅ لاسته راوړنه نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close