ولسمشر غني نن له کابل ښار څخه کندهار ښار ته ورسېدو

کابل ټکی کام ۱۴ سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
ولسمشر غني نن سهار په لس بجې له کابل ښار څخه کندهار ښار ته ورسېدو.
ولسمشر غني به په دغه سفر کې د کندهار ولایت له قومي مشرانو، مخورو دیني عالمانو او هم به د هوايي ډګر په برید کې د وژل شویو له کورنیو سره وګوري.
ولسمشر غني به د کندهار ولایت دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو ته په یوه جوړه شوې غونډه کې چې د ده سره د لیدنې لپاره لږ تر لږه درې سوه قومي مشران ور بلل شوي، وینا هم وکړي.
د یادولو ده چې د تېرې قوس میاشتې په نیمایي کې د کندهار ولایت پر هوایي ډګر د طالبانو له لورې څو بریدګرو حمله وکړه، او هلته یې بهرنیو او کورنیو عسکرو ته پکې زیاته مرګ ژوبله واړوله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close