ولسمشر غني ولې وارخطا دی؟

ليکنه: ډاکټر یوسف اکبري

له هغې ورځې راهیسې چې امریکا له طالبانو سره ومنله چې غواړي نېغ په نېغه ورسره خبرو ته کېني، نړیوالو شنونکو وپتېیله چې نور نو د غني اداره تر پوښتنې لاندې راغلې او دې ادارې عملاً ورو ورو خپل مشروعیت له لاسه ورکړ، خصوصاً هغه وخت چې د طالبانو او امريکايانو تر منځ  په داسې حال کې په دوحه کې غونډه تر سره شوه چې د غني ادارې هم خپل پلاوی وراستولی و، خو دا چې طالبانو دغه پلاوی ونه مانه، څو په غونډه کې ګډون وکړي او پلاوی مجبور شو تر څو بېرته هېواد ته ستون شي چې  دا (د دوحې غونډه) له یوې خوا  د غني پر ادارې لومړی نړیوال ګوزار و او پلاوي ته یې په غونډه کې د ګډون اجازه نه ورکول  دوهم ګوزار شو، نو غني له ډېرې وارخطایۍ سملاسي د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو واګي داسې چاته په لاس ورکړل چې ده ته زمریان ښکارېدل خو له دې غافل دی چې ملت ته تر ګیدړانو او ماشومانو زیات نه ښکاري.

د غني وارخطایی وروسته تر هغې لا زیاته شوه کله چې په مسکو کې د طالبانو او  سیاسي ګوندونو د مشرانو او استازیو تر مینځ د غونډې ډول وغږول شو، غني خورا چیغې وکړې خو وخت له وخته تیر و، دغه دوه ورځنۍ غونډه په ډېره صمیمانه فضا کې د طالبانو او سیاسي ګوندونو تر مینځ تر سره شوه، د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې ټولو ګډونوالو په دې توافق وکړ چې بهرني ځواکونه دې په مکمل ډول د افغانستان خاوره پرېږدي، په دې سره د غني وارخطایي دې حد ته ورسېده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته یې پټ په پټه سملاسي يو لیک واستاوه چې د لیک اصلي محتوا ټرمپ ته په عذر او زاریو څرخېده، لکه یو ماشوم چې د خپل پلار مخې ته خپل دواړه غوږونه ونیسي او ووایي چې توبه!!  بیا داسې نه کوم، غني په خپل لیک کې لیکلي وو چې لګښتونه به نیم په نیمه کم کړو خو لطفاً تاسې خپل سرتېري  دافغانستان له خاورې مه باسئ!. خو د غني دغه لیک لکه څرنګه چې ده ګومان کړی، پټ پاتې نه شو او د امریکا په ټولو رسنیو کې رسنیز او رسوا شو، مګر دا چې ټرمپ د غني دې ماشومانه لیک ته کومه اعتنا ونکړه نو په تعقیب یې غني ملګرو ملتو ته عریضه وکړه چې پکې یې لیکلي وو چې طالبان خو ستاسې په تور لېست کې شامل شوي وو نو په کوم اساس یې وکولای شول چې مسکو ته سفر وکړی؟ خو دا چې ملګرو ملتو هم وارخطا غني ته د دې عریضي مثبت او یا منفي ځواب ورنکړ نو ویل کیږي چې په دې سره غني اوس خپل حواس له لاسه ورکړي او د لېونتوب حرکات  او سکنات یې غونډو ته د ویناو پر مهال ټولو نخ په څرګند ډول جوتیږي، او هغه دا چې په هره غونډه کې همدا یوه خبره ډېره تکراروي چې دومره کۍ شی یم (خو د ماغزه له برکته مې دې مقام ته رسیدلی یم!!!؟).

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close