ولسمشر غني کندهار ته تللی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم۱)

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د رازق کورنۍ سره د خواخوږۍ لپاره نن له غرمۍ مخکې کندهار ولايت ته رسېدلی دی.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني د کندهار د مخکېني امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق پر وژل کېدو د نوموړي کورنۍ، د کندهار له خلکو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ لپاره د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې کندهار ته ورسېد.

د کندهار ځايي سرچينې وايي، چې دغه ولايت ته د اشرف غني د سفر پر مهال کلک امنيتي تدابير نيول شوي او د ښار واټونه او لارې د دولتي ځواکونو له خوا تړل شوي، په ښار کې د خلکو ډير تګ راتګ نه ليدل کېږي.

اشرف غني له کابل څخه د کندهار هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته په يوې چورلکه کې کندهار ته تللی او ويل کېږي چې د خرقې شريفې او د ولايت مقام شاوخوا سيمو امنيت د ولسمشرۍ ماڼۍ ساتونکو ته ورکول شوی دی.

څو ورځې مخکې د کندهار ولايت په مقام کې د طالبانو د يوه نفوذي بريد کوونکي له لوري په بهرنيو او دولتي لوړپوړو چارواکو برید وشو چې په ترڅ کې يې د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق، د امنيت د رئيس په ګډون څو تنه ووژل شول او د دغه ولايت د والي ويسا، د کندهار ولايت لپاره د امريکايي ځواکونو قومندان په شمول پکې څو تنه بهرني او داخلي چارواکي ټپيان شول.

د يادونې ده، چې تيره ورځ هم په هرات ولايت کې په يوه داخلي بريد کې درې امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کندهار کې د داخلي بريد له کبله د لوړپوړو چارواکو پر خپلو ساتونکو بې باوري زياته شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close