ولسمشر لیرې نکړای شو خو د طالب موسوي څپیړي له چوکۍ ګوزار کړ

آصف الله آصفی

کله چې د جان کیری په لاس ولسمشر شوي اشرف غني د بلخ د لنډغر والي عطامحمد نور پر لرې کولو خپل ټول زور و آزمایه نو ایله یې دومره وکړای شول چې د عطامحمد ټول شرطونه ومني چې ځینې یې دا و چې نوی والی به د عطامحمد په خوښه ټاکل کیږي او هم به یو شمیر وزارتونه او سفارتونه ورکول کیږي.

ورپسې یې په جنرال رازق پسې راواخیسته، پر جنرال رازق یې چې هر څومره زور وواهه بالآخره هیڅ یې ونشوای کړای، جنرال رازق په ډانګ پیلی ورته وویل چی د اشرف غنی حکومت پخپله یو غیر قانونی حکومت دی چی د جان کیری له لوري مینځ ته راغلی نو یو غیر قانونی حکومت نشي کولای دی له چوکۍ لرې کړي. لومړی باید دا حکومت لری کړای شی، او زیاته یې کړه چې زه نه اشرف غنی ټاکلی یم او نه می له دی وظیفی او چوکۍ لری کولای شي.

حکومتي ویاندویانو په مقابل کې وویل چې د جنرال رازق پر ضد به قانونی چلند کیږي، خو ملت ولیدل چی هیڅ یی ونشوای کړای.

ملت د اشرف غنی او جنرال رازق د زور آزمایۍ بیلانس په خپلو سترګو ولید، خو دا یې هم ولیدل چې طالب څنګه وکولای شول په یوه موسوي څپیړه یې د تل لپاره له چوکۍ راګوزار کړ او د خدای تعالی د حساب او کتاب مخې ته یې ودراوه.

دا د طالب لومړی ګوزار نه و، طالب دې ته ورته ډیری ګوزارونه کړی او ډیری جنایتکاران یې په خپلو موسوي څپیړو سره چې د امریکا په ډالرو مست او په کبر او غرور په نشو کې ډوب وو له چوکۍ لاندې راګوزار کړی او دا لړۍ لا هم روانه ده

که پرون یې د پکتیکا جاهل او غلام جنرال کاروان د خپلو شومو اعمالو په سزا ورساوه نو ورپسی یې زوړ کمونست جبار قهرمان له خپل ضدی خره نه راکوز کړ او ورپسې یې پلاستیکی جنرال رازق سر په ګونډو کړ، ملت به بیا هم شاهد وې چې دوی ته ورته نور ماشینی جنرالان به هم ډیر زر د ګور څښتنان کړي د دې امکانات هم شته چې آن د اشرف غنی او ډاکټر عبدالله ګریوانونه به هم بالآخره د طالب په لاس کې پریوځي. او مخونه به یې د طالب د تادیب څپیړي وخوري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close