ولسمشر په رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ولاړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۲) زرغون خوږیاڼی

ولسمشر اشرف غني د متحدو عربي اماراتو د دولت رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل ‌نهیان په رسمي بلنه نن له غرمې مخکې د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د متحدو عربي اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته ولاړ.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر د ” تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ” کنفرانس کې د ګډون په خاطر متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته به په یاد کنفرانس کې ګډون وکړي.

د سرچینې په وینا، د جمهوررئیس سره په دغه دوه ورځيني سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهوري ریاست سلاکار اجمل غني او د جمهوري ریاست ویاند محمدهارون چخانسوري ملتیا کوي.

خبر پاڼه کې ویل شوي، چې جمهور رئیس اشرف غني به د متحده عربي اماراتو د خپلواکۍ د ۴۵مې کلیزې په جشن کې هم ګډون وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close