ولسوال:د فراه لپاره د طالبانو والي د بالابلوک  په  ۵۰۰ مترۍ کې فعالیت کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۵) عبدالهادي همت

د فراه لپاره د طالبانووالي د بالابلوک ولسوالۍ په ۵۰۰ مترۍ کې خپل فعالیت کوي او ورځنۍ جنګي چاري له همدې ځای نه ترسره کوي

د فراه ولایت محلي چارواکي وايې (ملا داود مزمل) چې د طالبانو له لوري د فراه والي مقرر شوی دي د ګڼ شمیرطالب جنګیالوسره د بالابلوک په ولسوالۍ کې فعالیت لري او د همدې ولسوالۍ ډيري سیمې يې ناامنه کړې دي.

په دا وروستیوکې د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود سیمه کې طالبانود امنیتي ځواکونوپه ګڼ شمیرمرکزونو اوپوستو بریدونه وکړل چې د همدې ولسوالۍ د فراه رود سیمه يې مکمله ترخپل کنټرول لاندې راوسته او ګڼ شمیرد ولتي امنیتي ځواکونوته یې مرګ ژوبله واړوله

سید محمد ملا د بالابلوک ولسوال جمهورخبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو والي په شیوان سیمه کې فعالیت لري او دولسوالۍ مرکز په ګنج آبادي کې قرارلري د ګنج آباد او شیوان ترمنځ زیاته فاصله یوکیلومترده

ولسوال زیاته کړې ده چې د طالبانو د والي جنګیالي د شپې د دوربینونوپه مټ په شپه کې په امنیتي ځواکونوبریدونه کوي

خو دفراه ولایت ویاند ناصرمهری د ولسوال خبري ردوی او وایې چې دا امکان نلري چې د طالبانو والي دی په همدومره فاصله کې خپل فعالیت ترسره کړي که موږمعلومات ولروچې والي په همدې سیمه کې ده امنیتي ځواکونه به د دوی په ضد عملیات ترسره کړي

د فراه ولایت د تیروکلنوپه نسبت سږکال ډیرنا امنه و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close