ولسي جرګه: امریکا سره امنيتي تړون بې ګټې ده، لغوه دې شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۱)

د ولسي جرګې غړي وايي، له امريکا سره شوی امنيتي تړون بې ګټې دی، یا دې پرې بيا کتنه وشي او يا دې لغوه شي.

د ولسي جرګې د ننۍ غونډې ريیس همایون همایون وويل، دغه سند د جرګې د غړو له خوا تاييد شوی او همدا جرګه يې بايد د لغوه کيدو او بيا کتنې لپاره لاس په کار شي.

د جرګې ډيری غړو دغه تړون په هېواد کې د روانې نا امنۍ او مرګ ژوبلې ستر لامل وباله او پر حکومت يې هم نيوکه وکړه چې د ناسم مديريت له کبله په ولايتونو کې نا امنۍ رامنځته شوي له کبله يې هره ورځ ډيری کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د غونډې په پای کې، د جرګې غړو د رایو په اکثریت سره پرېکړه وکړه، چې له امریکا سره دې پر شته امنیتي تړون بیا کتنه پخپله اجانډا کې شامله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ هم د مشرانو جرګې غړو له امريکا سره په امنيتي تړون ناخوښي وښوده او د دغه جرګې غړو جمعه ګل ګيانوال، رحيم حسن یار او حنيف حنفي وويل، په هېواد کې امنيتي وضعيت د شوي تړون له کبله خراب شوی او باید لغوه اعلان شي.

دغه راز د مشرانو جرګې رييس د تړون د لغوه کيدو ترڅنګ وويل چې د هېواد د بحراني حالت څخه د وتلو لپاره دې لويه جرګه راوبلل شي او واک دې موقت حکومت ته وسپارل شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close