ولسي جرګه به دولت کې د مخالفینود رسواکیدو په غوښتنه ځان رسواکړي

تبصره

په افغانستان کې تر ټولو ادارو، استخباراتوته زیاته اړتیاده او د اړتیا له مخې ورته د ښو معاشونو او امتیازاتو زمینه هم برابره  شوې ده، چې متاسفانه استخبارات په ځای د دې چې خپل هیواد ته د خپلې دندې اوفرض په پوره کولو د بهرنیو د سیسو مخه ونیسې دهیواد او هیوادوالو پرخلاف له شومو پلانونوپرده پورته کړي، په خپلو شخصي ،تنظیمي، اوژبني تعصب سره اخته دي.

که په ریښتینې توګه د افغانستان استخباراتو خپل هیواد او خپلې خاورې ته په صداقت خدمت کړی وای نن ورځ به په افغانستان کې دجګړې نو م له ځوان نسل څخه هیر شوی وای .

د ولسي جرګې یوشمیر غړو ویلی دي، چې د هېواد باوري امنیتي او استخباراتي ارګانونه خپله په دولت کې دننه د ځینو شخصي وسله والو ملیشو د ملاتړ  پر موجودیت اعتراف کوي، نو لازمه ده چې په رسواکولو او نیولو کې ځنډ ونه کړو او ژرتر ژره یی په نیولو رسوا کړو.

د ولسی جرګې یوشمیر غړو، چې د دې عمل غوښتنه یې کړي ده، د ملاتړ  قابل دي او هر افغان د دا ډول عمل ملاتړکوي دا ډول اشخاص چې  د ولس په زورولو، نیولو او د پیسو لپاره زنداني کولو او اختطافونو کې لاس لري باید استخبارات یې ونیسي  او رسوایې کړي.

دفاع وزارت بیا وایي: یوشمیر اشخاص په هیواد کې شخصي ملیشې لري او له بهرنیو هیوادونو ورته پيسې او نور امکانات برابریږي، ځینې وایي مخالفین په دولتي ادارو کې نفوذ لري، کله چې دولتي چارواکو او ولسي جرګې سره ولس ته قانع کوونکی ځواب نه وي، لار ترې ورکه شي په داډول ویناو پیل وکړي.

که استخبارات په رښتني توګه د غوښتنوپه اساس  اقدام وکړي لومړي به په استخباراتوکې  سم نیمایي  په دولت کې د ننه د شخصي ملیشو تړاو ونیول شي او هم به همدا استخبارات د دولت پرمخالفینو د وسلو پلورلوپه جرم ونیول شي.

که د ولسي جرګې دا غوښتنه چې یوشمیر په دولت کې دننه اشخاص ناقانونه وسله وال لري او د نا امنۍ، اختطاف او د ملکي وګړو په شخصي زندانونو کې د شکنجه کولو اعمالو ته زمینه ورته برابروي، نو د ولسي جرګې به هم نیمايي برخه غړي ونیول شي،  چې هم د دولت په چوکاټ کې د ولس نمایندګي کوي او هم د دولت د ناقانونه وسله والو ملیشو سره په ښکاره خپلې اړیکي ساتي  چې شواهد ېې خپله دولسي جرګې غړي یوپربل ثابتوي.

د ولسی جرګې دغړو داخبره ترټولو غوره ده چې هرڅوک دهیواد سره خیانت کوي باید ونیول شي، په دولتي کچه وزیران،والیان، اوپه ځانګړي توګه  نظامي اشخاص چې د تیرو پنځلسو کالو راهیسې د زرګونو خیالي پولیسو معاشونه، اعاشه او اباطه اخلي، تردې نور مجرمین به څوک وی؟ همدا باید لومړی ونیول شي.

د ولسي جرګې یوشمیرغړي دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د تیره  ورځ د ملي امنیت عمومي رئيس معصوم ستانکزي د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ویلي چې په دولت کې دننه داسې افراد او کړۍ شته چې له مخالفینو سره لاس لري..

تر دې وړاندې ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د امریکا استخباراتي اداره سي آی ای په افغانستان کې د ملي امینت په لاس د تخار ولایت ځینو قومندانانو ته د شخصي ملیشو جوړولو لپاره پیسې ورکوي، په راپور کې ویل شوي وو، چې د تخار یوه قومندان پیرام قل په سیمه کې ۵۰۰ تنه وسله والې ملیشې لري چې امریکا د دې ملیشو د وسله وال کولو لپاره ۸۵ زره ډالر ورکړي او په همدې پیسو یې په سیمه کې یو شخصي زندان جوړ کړی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close